دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد افغانستان پر بام غوغا

د افغانستان پر بام غوغا

ليکنه:زاهد الله زاهد

د ایټالوي ليکوال او ژورناليست ډومينيکو سټارنون وينا ده چې “زه دا ګڼم چې تر ټولو ښه کتابونه هغه نه دي چې موږ ته خوند او تفریح راکوي، بلکې هغه دي چې موږ ته درد راکوي.” ځورېدلي سره يو شول ناول يو له هغو کتابونو څخه دى چې زه يې واقعي ډېر ودردولم او د خوشال خان خټک هغه شعر مې ذهن ته راغى،

د جهان قصاب خانه کړه خداي و ماته
پابستــــه ولاړ په غولي د قصـــاب يم

“روسي فيلسوف او د “انارکسيزم” بنسټګر باکونن چې کله زار روسي دولت ونيول نو محبس کې بندي کړو، د هغه په بندي خانه کې د “سکروي” ناروغۍ له امله يې ټول غاښونه ورژېدل، بدن يې وپړسېدل او يو ژوندى مړى ځينې جوړ شو خو د باکونن سره دا وېره نه وه چې هغه به ومري اما دا اندېښنه يې درلوده چې هسې نه د جبري رياستونو په وړاندې د ده په نفرت کې کمي را نه شي او په زړه کې د بغاوت اور سوړ نه شي.” احساس او عاطفه انسان کمزورى کوي او په هر ناوړه او غير انساني پېښو دننه دننه دردېږي خو سياسي او تاريخي جريانات که يو خوا رحم نه لري نو بل خوا د پولاد غوندې د شرر جوړېدو وروسته انسان نور کلکوي.
” ځورېدلي سره يو شول” ناول د يو حساس انسان لپاره ويل ډېر دردونکى تمامېدى شي خو ويل يې ځکه لازمي ده ځکه درد لکه ټکور انسان نور مضبوطوي.

کله چې ما په پوهنځي کې زده کړي کولې، ما د پوهنځي تر څنګ په شخصي اکاډمۍ کې بيولوژي درسونو کې هم داخله واخيسته. یوه ورځ پروفیسور د تدریس په جريان کې په “جیرونټولوژي” چې د بيولوژي په دې څانګه کې چې د عمر د پروسې ساینسي مطالعې سره تړاو لري درس راکول نو د بېلګې په توګه يې وويل چې په ټوله نړۍ کې د ساینسي څېړنو په پایله کې افغانستان هغه هیواد دی چې ولس يې په کم عمر کې مري، په ډېر کم عمر کې بوډا کېږي او په اوسط ډول شپیته کاله ژوند کوي.
هغه زیاته کړه، ډېر داسې عوامل شته چې د افغان وګړو پر عمر اغېز کوي، چې تر ټولو څرګند یې په افغانستان کې د نه ختمیدونکو چاودېدونکو توکو کارول، په ټولنه کې د نشه يي توکو ډېر استعمال، هره ورځ نوې وژنې او ترور د نفسياتي خپګان او نور ډېر ټولنیز کشالې او ستونزې زېږوي او په ساینسي توګه ثابت شوي چې د وخت څخه مخکې بوډا کېدل او د کم عمري لامل ګرځي.
ما فکر کول چې زموږ د عمر او جسماني ټولې ستونزې موږ خپل مقدر ګڼو خو حقیقت د دې برعکس دى او په موږ کې هیڅوک نه غواړي چې د دې پېښو اساسي علتونه وسپړي.
کله چې د ۲۰۱۷ﺀ کال د اپرېل په دې ورځو کې په افغانستان دMOAB /Massive Ordnance Air Blast بم وغورځول شو، چې د بمونو مور هم بلل کېږي. د اټومي وسلې له یوې نیمې لسیزې وروسته، MOB د ١٦ ملیون ډالرو په لګښت د ٨ ټنو وزن لرونکي چاودیدونکو توکو څخه جوړ شوی چې ډېری یې د دښمن د وېرولو او خبرداری په توګه کارول کېږي. دا بم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې په تجربوي ډول وکارول شو. دا بم کولی شي د دوه کیلومترو په فاصله کې هرڅه وسوځوي، د انسان د غوږ او زړه پردې پرېکولى شي او په سلګونو هکتاره ځمکه مسموم کړي.
نن په افغانستان باندې د مووب بم د غورځولو اوه کاله کېږي، هغه وخت نږدې دوه کاله کېدل چې زه په په پوهنځي کې وم، او دا هغه پېښه وه چې زما په روحياتو يې داسې نقش پرېښود چې په ټولګي کې د “جيرونټولوژي” د لوستلو پر مهال مې د فکرونه رد و بدل لامل وګرځېدل.
هغه شاهر ډېر ښه ويلي،

نړۍ د هر بم ازمــایښت زموږ په خاوره کړی
نړۍ پوهېږي چې دا خاوره سرپرست نه لري

همدا راز په افغانستان کې چې د ثور پرتمين انقلاب برياليتوب ته ورسېدل نو د خلکو د پراخو پرګنو داسې هیلې را ژوندۍ شوې چي د دوی لرغوني ارمانونه به سر ته ورسېږي او په ګران هېواد افغانستان کې به يوه هوسا او بسيا ټولنه جوړه شي. خو له بده مرغه د دې اهدافو د سر ته رسولو په لار کې ډېري ستونځې را پیدا شوې چې پر ضد یې په نړيواله کچه داسې څرګندې توطيې او دسیسې پيل شوې چي د انقلاب اهداف يې بالکل له خاورو سره خاورې کړل.
له هغه وروسته افغانستان د مذهبي بنسټپالو لخوا د کورنیو جګړو مرکز وګرځېده او د افغانانو يو نسل د دې نړيوال ارتجاعي نيابتي جګړو قرباني شو او دوهم نسل د هر ډول ناخواليو، بحرانونو او هجرتونو شومه وګرځېدل.
په دې بحرانونو او تاړاکونو کې د افغان قربانيانو د ژوند د کړاونو هر اړخیزه داستان تاسې په “ځورېدلي سره يو شول” ناول کې ليدلى شۍ چې په ډېره خوارۍ د پښتونخوا وتلي څېړنکار اديب او د پښتانه مترقي ليکوال چيئرمېن ډاکټر لياقت تابان/ Liaquat Taban حقيقي واقعيتونه او پېښو ته د ناول بڼه ورکړي او د افغان تاريخ يو غير انساني بحراني کيفيت يې خوندي کړى.

د ياد ناول څخه ځينې پېراګرافونه د بېلګې په توګه دلته رانقل کوم.
١ :
“هغه ورځ مي نه هېرېږي چې د کشکي نخود سره نژدې د هلمند پر لويه لار د دوی لویه لارۍ د سړک پر غاړه په ماین والوځول سوه څه سوي چيغې او
انګولاوي په ګډي سوې او موږ په زړه کې څومره پټ پټ خوشحالېدو.
زموږ ظاهري دوستانو خو پټ دښمنانو دویم تعلیم دا راکاوی چي مکتبونه درڅخه خوندي پاته نه سي ولې په دې ځايو کې ستاسو مخالف نظريې ورښوول کېږي. بايد د ذهني جوړښت دا لار په هیڅ ګون خلاصه پرې نه ږدئ.
أف هغه ورځ مي هيڅکله نه هېرېږي چې په کندهار کې د احمد شاه بابا په لیسه مې د بم چاودنه ولیده… چيغې… ”
٢ :
” دا ۳۷ کلنه ګلدسته د غور ولایت د غلمين کلي اوسېدنکې ده. د دې په خوږ ژوند ډېرو خلکو لوبې وکړې. ځوان خاوند یې د دې مخ ته حلال کړی د غېري وړوکی ماشوم یې د دې مخ ته په مرمیو غلبېل کړی او د دې عزت يې تار تار کړی. ډېره موده دا ورکه وه چې يو وخت په ډېر بد حالت کې د کابل سره نژدې عسکرو موندلې وه، څه موده يې په کابل کي تداوي سوې وه بيا خپلي پلرنۍ موندلې وه او د نوري درملني لپاره يې موږ ته را ورسوله. دا د پنځو کالو راهیسي په دې مرض اخته ده څو واره يې د دې وارډ د نورو ناروغو په څېر د خودکشۍ هڅه کړې ده.”
٣ :
“کابل میوزیم په ۱۹۲۰ﺀ کې د امان الله خان په پاچاهي کې جوړ سو دا د منځنۍ آسیا یو ځانګړی او تاریخي میوزیم وو چې د لرغونو آثار و یو بیش بها خزانه کې خوندي وه په دې میوزیم کي د هند، رومن سلطنت، يوناني تهذیب، عرب نړۍ، ګندهارا تهذیب، او منځنۍ آسیا د هیوادو تاريخي کلتوري او تهذيبي نخښې خوندي وې. د باګرام را غونډ کړي شیان د دې میوزیم تر ټولو غټه څنډه وه.
تر ۱۹۹۲ﺀ پوري دلته د یو لک څخه زیات قيمتي لرغوني آثار خوندي سول، تر ۱۹۹۲ﺀ بعد د دې میوزیم د ۷۰% څخه زیات شیان غلا تالا یا لوټ سول او د خفګان ځای خو دا دی چي د کابل قامی میوزیم ترڅنګ د آرکایولوجیکل انسټي ټيوټ چې په هغه کې هم خورا زیات آثار خوندي وو هغه خو د ۱۹۹۲ﺀ بعد سل په سله کي لوټ سول. دا ټول آثار يې نژدې هيوادو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته غلو قاچاق برو د خرڅلاو لپاره یووړل.
دغه ډول په ۲۰م نومبر ۱۹۹۵ﺀ د ۱۰۰۰ پونډه دوه بمان په میوزیم وغورځول سو. د افسوس خبره خو دا ده چې په ١٩٩٦ﺀ کې د میوزیم ټول لړ ليک وسوځل سو. او هغه ۳۱۴ قيمتي او نادره شيان چي د نړۍ په بل ميوزيم کې نه وو هغه هم ورک سول.
د ١٩٩٦ﺀ بعد خو دا کار بیا په ډېره ښه منظمه توګه وسو او د دې رژیم خلکو د میوزیم سره سره د کورو څخه د پینټینګ، مصورۍ او نقاشی ټول آثار چې به يې ليدل هغه به يې سوځل يا به يې ورکول.
د کابل میوزیم د سکو پیژندني څنډه ( NUMISMATIC )COLLECTION) ډېره غني او بډايه وه په دا کې لږ و ډېر ۳۰ زره سکې (COINS) خوندي وې. په دې کي یولس پسنې سکه (TEN PEN قیمت یې یو وخت ۳ لکه ډالر وو. دا په لندن کي په ٦ لکه ډالره خرڅه سوه نو له دې څخه تاسو د دې آثار و د قیمت ټاکنه کولای سی.
دغه ډول د پاکستان یو پخوانی وزیر نصیر الله بابر د باګرامي عاج تراشل سوی(BEGRAMI IVORY CARVING)اثر په یو لک ډالر واخیستی او دا يې هم وویل چي دا به زه بېرته هغه وخت واپس کوم چي کله افغانستان په خپلو پښو ودرېږي. دغه ډول د بلخ، فاریاب، کندهار، غزني او نورو ولایتو هم ډېر لرغوني آثار لوټ او میوزیمونه تالان سول.
د میر ذکا خزانه (TREASURE) په پکتیا ولایت کې په ۹۵ – ۱۹۹۲ﺀ يو څاه کې پيدا سوه چې د څلور ټن فلز (METALS) وزن يې درلودی او په دا کې پنځه نیم لکه (۵۵۰۰۰۰) د سرو زرو او سپینو زرو سکې چي د کانسي (BRONZE) سکې هم په کښي وې او له دې سره ۳۵۰ کلو ګرامه سره زر هم شامله وو په دې کې دوه نیم تنه سكې سويټزر لېنډ ته په غلا د خرڅلاو لپاره يووړل سوې.”

سليمان لايق صيب ډېر ښه ويلي ،

په تور پنجاب یې خرڅ کړ، غیرتي افغانستان
کلـــداره د دین برخه شوه، ډالــر سوچه ایمان
خلیج د خــدای جنت شو او شیخان پیغمبران
کابل اسلام آباد شو، افغــــان خــاوره پاکستان

د دې پورتني پيراګرافونو څخه د ياد ناول د منځپانګې اندازه لګولى شۍ.

دلته د يوه مصري ژورناليست مصطفی حامد “ابولوليد المصري” له مشهور اثر “د نړۍ پر بام غوغا” څخه د افغانستان د ویرانۍ او د پاکستان د مالي ګټو د يوې بېلګې پر راوړو بسنه کوو مصطفی حامد ليکي:
“زموږ دفتر په اسلام آباد کې پر ١٩٨٦/۴/۲۸ ز له لندن نه خپریدونکې الاتحاد ورځپاڼې ته يو ساده خبر واستاوه، چې سرليک يې ؤ:
” پاکستان د پولادو د صادروونکیو بازار ته ورننوزي” د خبر تفصیل داسې ؤ:
“يوې کوريايي بيړۍ پرون د کراچۍ له بندره، د پولادو له لومړي بار سره د جاپان په لور وخوځیده. دا لومړی ځل دی چې پاکستان پولاد صادروي، پاکستان له جاپان سره د ١٦٠زره ټنه پولادو صادرولو قرارداد کړی، په لومړي بار کې ۱۰ زره ټنه پولاد واستول شول او په پام کې ده چې په راتلونکې میاشت کې ۱۲۰زره ټنه نور پولاد هم هغه هیواد ته صادر کړي، چې د دې ټولې معاملې بيه دوه ملیارده او ۲۷۳ ملیونه ډالر کېږي.”
پاکستان دغه پولاد د افغان جګړې په بهير کې د زرګونو جنګي وسایلو “موټرو، ټانکونو او الوتکو” او د افغانستان د ملي تاسيساتو له” پلونو، ودانیو، برېښناکوټونو، برېښنا ستنو” او نورو له کباړ څخه لاسته راوړل. افغانستان لوټ او چور شو او پاکستان د پولادو د صادراتو په یوه لوی هیواد بدل شو. د جهاد په وروستیو کلونو کې ډېر په منظم ډول له افغانستان څخه د جنګي وسایلو په شمول د دغه برېښنا مزي، پايې، کارخانې او آن د هوايي ډګرونو د زغل ليکې فلزي تختې په لويو موټرونو کې پاکستان ته وچلیدل چې عربي ژورناليست يې په تفصيل يادونه کړې ده.”
ټول انساني تاريخ ته که ځير سو د مذهبي جګړو اساس مادي ګټي وي خو پوښ يې د مافوق الفطرت، عقائد او عباداتو ور اغوستى وي. همدا راز د اروپا د جهالت د تورې دورې “Dark Ages” کې د “Vikings” وائکنګز” د جګړو او ځناورتوب اساس هم دغه مذهب و خو اهداف يې مادي سره او سپين زر وو.
په افغانستان کې څلوېښت کلن اسلامي اخ و ډب چې هر ډول انساني او افغاني ارزښتونو پکښې پايمال شو خو اساس يې بيا هم مادي او سياسي ګټي وې خو ناپوه ګڼ شمېر افغان ولس يې د عقيدې، جنت دوزخ په نوم يې تر تېغ وايستل او پايله دا شوه چې د ازاد وطن ارضي تمامیت په خطر کې ولوېده.
دا د نړۍ پر بام غوغا اصلاً د افغانستان پر بام غوغا وه. په پاى کې د افغانستان پر بام غوغاوو د ويلو لپاره تاسو ټول “ځورېدلي سره يو شول” ناول ته رابولم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه