پاکستان د اروپايي ټولنې د سوداګریزو امتیازونو د ارزونې له راپور سره نارضايتي وښوده

0
27

پاکستان د اروپايي ټولنې له هغه راپور سره نارضايتي څرګنده کړې چې پکې د GSP+ (د ځانګړو سوداګریزو امتیازونو) پروګرام تر چتر لاندې د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو ارزونه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، که څه هم راپور د پاکستان د ځینو قانوني اصلاحاتو او د ۲۷ نړیوالو تړونونو د عملي کولو یادونه کړې، خو د ده په وینا د هېواد د پرمختګ بشپړ انځور نه وړاندې کوي.

هغه وویل، پاکستان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د سوداګرۍ، قوانینو او نورو برخو کې ګڼ اصلاحات ترسره کړي، خو راپور د دغو بدلونونو پر ځای په محدودو برخو کې د پاتې نیمګړتیاوو یادونه ډېره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د GSP+ پروګرام د پاکستان او اروپايي ټولنې د اقتصادي اړیکو مهمه برخه ده او د صادراتو، کارموندنې، د ښځو اقتصادي ونډې او اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې له اروپايي کمېسیون او نورو اروپايي ادارو سره به خپل تماسونه او همکاري روانه وساتي او د نړیوالو ژمنو عملي کولو ته به دوام ورکړي.