دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د پاکستانيو توکو یو مهم بازار دی

افغانستان د پاکستانيو توکو یو مهم بازار دی

ویب ډیسک

په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان له پخواني فډرالي وزیر محمد علي دراني سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د پاکستانيو توکو لپاره یو مهم بازار دی؛ کابل له اسلام‌آباد سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هر راز نوښت هرکلی کوي.

 

دا لیدنه، چې پرون په اسلام‌آباد کې ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو راوڅرخېده.

 

احمد شکیب د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او وایي: “افغانستان له هغو نوښتونو څخه ملاتړ ته چمتو دی، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.”

هغه ویلي: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښتمنې دي، بلکې د سیمه‌ییز ثبات لپاره هم اړینې دي.”

 

نوموړي زیاته کړې: “سوداګري له سولې سره مرسته کوي او د خلکو ترمنځ تعامل پراخول کولی شي متقابل باور پیاوړی کړي.”

 

دواړو خواوو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې بیا تائید کړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو، سوداګرۍ خونو او سوداګریزو ټولنو ترمنځ یې د تعامل د زیاتولو پر نوښتونو بحث او خبرې وکړې.

 

شکیب د دراني له رغنده وړاندیزونو هرکلی وکړ او د پاکستانيو تولیدي توکو لپاره یې د یو مهم بازار په توګه د افغانستان پر رول ټینګار تکرار کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه