زین الدین. اردو نیوز
چمن کې له نهو مياشتو راهسې په پرلت ناست پرلت کوونکو د پرلت ختمولو اعلان وکړ کله چې د یک شنبې په ورځ له حکومت سره خبره اترې کوونکو د اعلان وکړ چې په پوله به تګ راتګ د پخوا په څېر وي او د پاسپورټ ویزې پریکړه پاکستان دولت بیرته واخیستله
خو د اعلانونو باوجود پوله پر د مخکي په څېر تګ راتګ بحال نه شو. د ګل په سهار چې کله د پولې د دواړو خواوو څخه سلګونه کسان سرحدي ګيټ ‘باب دوستی’ ته راورسيدل نو ورته د پولې د اوښتو اجازه ورنه کړل شوه چې له کبله یې هغوی مايوسه بيرته ستانه شول. د دھرنې کمیټۍ د راتلونکي لائحې عمل ټاکلو لپاره غونډه را وغوښته.
اتوار د دھرنې مشري کونکي غوث الله اچکزئ او صادق اچکزئ په شمول پنځه نیول شوي کسان تقريبا يو نیم میاشت وروسته خوشې شول.
حکومت او مظاهرينو تر منځ د منځګړيتوب کردار ادا کوونکي د بلوچستان پخواني نګران وزير داخله ملک عنایت کا سي خوشې شوي مشرانو سره يو ځای د دھرنې ځای ته ورغلل او اعلان يې وکړ چې حکومت د دھرنې د ګډونوالو غوښتنې منظورې کړي دي.
هغوی دعوی وکړه چې د چمن خلکو ته به يو ځل بیا د پاکستان شناختي کارډ او د افغان سرحدي سيمې سپين بولدک اوسیدونکو ته به د افغان تذکره په تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د دھرنې کمیټۍ ویاند صادق اچکزئ هم د هغوی خبره تایید کړه او ویې ويل چې د حکومت او دھرنې کمیټۍ تر منځ مفاهمه شوې چې تر مخه به یې د تګ راتګ لپاره ميکانيزم جوړ شي.
ملک عنایت کا سي او صادق اچکزئ د اعلان وروسته د دھرنې ګډونوالو خپل ۹ میاشتې جاري دھرنه ختم کړه. ګډونوالو خپل ټول سامان اوچت کړ او هغه خېمې يې هم ونړولې چې پکې به یې د شپې تيروله.
د چمن ډپټي کمشنر راجه اطهر عباس د احتجاج ختمېدو تصدیق وکړ خو د حکومت او مظاهرينو تر منځ مذاکراتو په اړه يې څه ویلو نه ډډه وکړه.
هغه وویل چې په دې صورتحال به د بلوچستان حکومت ویاند شاہد رند پالیسي بیان ورکړي خو د بلوچستان حکومت ویاند هم د رابطې کولو په وخت کومه څرګندونه نه ده کړې.
پاکستان پوځ او د سرحد امنیت لپاره مسؤل فرنټئير کور بلوچستان له لوري هم تر اوسه کوم بیان مخې ته نه دی راغلی. خو د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخېل په خپل بیان کې وویل چې د حکومت کوښښونو او فدرالي حکومت سره د رابطو په مرسته مسئله حل شوې ده.
د پولې بلې غاړې افغان ولایت کندهار چارواکو هم د بې خبری څرګندونه کړې او وویل چې په تازه پرمختګ کې دوی نه دي په اعتماد کې اخیستل شوي نو د افغان حکومت له اعلان پورې دې خلک د افغان تذکره او پاکستاني شناختي کارډ په تګ راتګ کوشش نه کوي.
د چمن ځایي خبریالانو په وینا د ګل په سهار پوله باندې معمول نه زیات رش وو او د پولې دواړو خواوو څخه چمن او سپین بولدک سلګونه اوسیدونکي په دې امید چې ورته یو ځل بیا د شناختي کارډ او افغان تذکره په تګ راتګ اجازه ورکړل شي سرحد ته ورغلي وو خو د پولې د اوښتو اجازه نه ورکول کیدو له کبله هغوی پریشان او مايوسه بيرته ستانه شول.
پته نه لګي چې واقعاً مذاکرات کامیاب شوي دي یا زموږ سره کومه دوکه شوې ده.
د چمن خبریال نور زمان اچکزئ په وینا په زياته اندازه د پولې پر خلکو راټولېدو له کبله په پاسپورټ تګ راتګ هم اغيز شوی او چارواکو عارضي طور هر ډول تګ راتګ بند کړی دی.
هغه وويل چې افغان سرحدي پولیس وایي چې هغوی د پاکستاني چارواکو او دھرنې ګډونوالو تر منځ تړون په اعتماد کې نه دي اخیستل شوي او په دې سلسله کې د پاکستان حکومت له افغان حکومت سره فلیګ میټینګ کول پکار دي.
د چمن اوسیدونکي عبدالرحمان اردو نیوز سره په خبرو کې وویل چې زما سرحدي سیمه ویش منډي کې دوکان دی او تېرو نهه مياشتو راهيسې زه خپل دوکان ته نه یم تللی ځکه د دھرنې ګډونوالو پرېکړه کړې وه چې تر څو حکومت یو ځل بیا د شناختي کارډ په تګ راتګ اجازه نه ورکوي موږ په پاسپورټ هېڅ ډول افغانستان ته نه ځو.
هغه وویل چې پرون چې کله د غوښتنو د منظورېدو اعلان وشو نو زه ډیر خوشحاله وم خو نن سهار چې سرحد ته ورسېدم نو موږ ته د ایف سي اهلکارو وړاندې تلو اجازه ورنه کړه. اوس زمونږ ذهنونو کې یو ځل بیا اندېښنې پیدا شوي دي.
اطلاعاتو تر مخه فریقينو کې هوکړه شوې چې د افغان سرحدي ښار سپین بولدک اوسیدونکو ته به پاکستان حدود کې سرحدي ګیټ قریب یوازې ټیکسي سټنډ پورې تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.
پاکستاني اوسیدونکو ته به افغانستان کې سرحد قریب تجارتي مرکز ‘ویش منډي’ پورې تګ اجازه ورکول کېږي. حکومت به د شناختي کارډونو اجرا لپاره چمن کې د نادرا اضافي عمله ګمارې، تعلیم او صحت برخې د ښه والي لپاره ګامونه پورته کوي.
بدلې کې دھرنې منتظمینو یقین دلای چې هغوی به د ریاست او د هغې پالیسیو پر خلاف احتجاج برخه نه جوړیږي.
خو حکومت او نه دھرنې منتظمینو کې نه تر اوسه دې نکاتو تصدیق کړی. د دھرنې کمیټۍ ویاند صادق اچکزئ سره بیا بیا کوشش باوجود رابطه نه شوه. د دھرنې منتظمینو کې شامل عبدالخالق سني اردو نیوز ته وویل چې موږ ته معلوم نه دی چې کوم تړون شوې دی. کنفیوزن صورتحال دی. تر اوسه حکومت له لوري غوښتنو د منظورۍ په اړه کوم اعلان شوې او نه سرحد کې پابندۍ ختمې کړل شوې دي.
هغه وويل، ‘نن خلک له سرحد څخه بيرته ستانه کړل شوي دي. موږ د صورتحال په اړه د دھرنې د نورو منتظمينو سره يو ځای يوه غونډه غوښتې چې په کې به د غوښتنو د نه منظوريدو په صورت کې يو ځل بيا احتجاج کولو غور وشي.’
ياده دې وي چې په چمن کې سرحد څخه څو سوه قدمه لرې پر دې دھرنې پيل د ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳ څخه شوی وو کله چې د هغه وخت نګران وفاقي حکومت د ۷۰ کالو په موده کې په لومړي ځل پاکستان او افغانستان تر منځ په تګ راتګ کې پاسپورټ او ويزې شرط لګولی وو.
تر دې وړاندې هره ورځ ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو پورې پاکستاني او افغان باشندګان د پاسپورټ او ويزې پرته سرحد اوښتل. په دوی کې زیاتره چمن او سپين بولدک هغه ځايي مزدوران وو چې په اوږو یې سامان انتقالولو سره روزګار ګټلو. دې مزدورانو ته په ځايي ژبه کې ‘لغړی’ ويل کيږي.
په تګ راتګ کې د دې نوو شرطونو د نفاذ پر خلاف لغړيو احتجاجي دھرنه پيل کړه چې ۲۷۴ ورځو پورې په مسلسل توګه جاري وه. د ښار د تجارانو تنظيمونو او تقريباً ټولو سياسي ګوندونو هم د دوی ملاتړ کړی وو.
په احتجاج کې چمن کې د ژوند معاملو او دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي فعاليتونه هم سخت متاثر شول. دھرنې په ابتدا کې څلور مياشتې پورې مظاهره کوونکو هر ډول تجارت بند ساتلی وو.
سږکال په مې کې د امنيتي ځواکونو سره نښتو کې د دوو مظاهره کوونکو د وژنې پر خلاف مظاهره کوونکو د کوټې چمن سړک پر هم دھرنه ورکړې وه چې له کبله یې يو میاشت پورې دواړو هېوادونو تر منځ تجارت معطل پاتې شو. مظاهره کوونکو ۳۷ ورځو پورې د ښار ټول سرکاري او شخصي بانکونه، پاسپورټ او نادرا په شمول نور ګڼ سرکاري دفترونه هم بند ساتلي وو او د پوليو کمپاین يې هم ودرولی وو.
په جون په شروع کې حکومت له لوري سرکاري دفترونو او سړک خلاصولو کوښښ وشو نو يو ځل بيا وضعيت کشيده شو او ښار درې ورځې پورې بند پاتې شو.
په نښتو کې ۶۰ څخه زيات مظاهره کوونکي او امنيتي اهلکار ژوبل شول. امنيتي ځواکونو د دھرنې مشري کونکي غوث الله، صادق اچکزئ په شمول لسګونه کسان نیولي وو او د هغوی پر خلاف یې مقدمې درج کړي وې.
باقي مظاهره کوونکي حکومت خوشې کړي وو خو د دھرنې پنځه منتظمين تېره میاشت راهيسې د حکومت په قید کې وو چې هغوی د اتوار په احتجاج ختميدو وړاندې خوشې کړل.


