په کابل کې د یوه هوټل مخې ته چاودنه شوې

0
151

ويب ډیسک

څو شېبې وړاندې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې د استقلال هوټل مخې ته چاودنه وشوه.

د طالبانو د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ يو تن ټپي شوی دی.

خو یوه سرچینه وايي، چې دوى څو مړي ليدلي، چې طالبانو په خپلو رینجرونو کې انتقال کړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د کابل هوايي ډګر ته څیرمه د استقلال هوټل مخې ته هغه مهال وشوه، چې نن د يکشنبې په ورځ د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو د شپږم تلين په مناسبت پکې غونډه جوړه شوې وه.

تر دې دمه د چاودنې د څرنګوالي، مرګ ژوبلې او هدف په اړه نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي.