یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمزارشریف :چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

مزارشریف :چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

ويب ډیسک

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګي چارو رییس ذبیح الله روحاني د اپرېل د ۲۱مې پر ماښام رسنیو ته وویل چې د اهل تشیع په جومات کې د ماسپښین لمانځه پر مهال په چاودنه کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

د هغې حملې ذمه واري اسلامي دولت یا داعش ډلې منلې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چوونکي مواد په سه دوکان جومات کې دننه ایښي ول.

د اپرېل پر ۲۱مه په کندوز، ننګرهار او کابل کې هم بمي بریدونه وشول چې پکې لږترلږه اته کسان ووژل شول او د ماشومانو په ګډون لسګونه تنه ټپیان دي. د هغو حملو مسوولیت چا نه دی منلی.

ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې د حملو غندنه کړې او پکې یې پر مرګ ژوبله خواشیني ښوولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پرونۍ حملې غندلې دي. یوناما تېر ماښام پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې پر ولسي وګړو وروستي بریدونه د اندېښنې وړ دي.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د حملو غندنه کړې. د وزارت ویاند نېډ پرایس د اپرېل پر ۲۱مه شپې مهال په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو “زښت اندېښمن” کړی دی.

نوموړي غوښتنه وکړه چې په حملو کې ککړ کسان باید باید “د قانون منګولو ته وسپارل” شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د مزارشریف پر جومات حمله غندلې. نوموړي پرون پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې “د روژې په مبارکه میاشت کې د تاوتریخوالي د دې ناوړه اقدام عاملین د افغانستان او اسلام دښمنان دي.”

د طالبانو حکومت وايي، د ناامنیو د مخنیوي هڅې کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د داعش ډلې پرضد اقدامات کړي دي.

دا پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د کابل پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ نېږدې درې میاشتې مخکې شوی وو. په هغه حمله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان، چې اکثره يې نجونه وې، وژل شوي او لسګونه نور زخميان ول.

 

#مزارشریف#افغانستان#طالبان#چاودنه#داعش

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه