دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بخښنې نړیوال سازمان په بلوچستان کې د پاکستاني چارواکو له...

د بخښنې نړیوال سازمان په بلوچستان کې د پاکستاني چارواکو له خوا د سیاسي فعالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده

ويب ډيسک

د بخښنې نړیوال سازمان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني چارواکو له خوا د سیاسي فعالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو دې مدافع ډلې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي، بلوڅ فعالان او مخالفین د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د غیرقانوني نیونو په لړۍ کې د پاکستان د بشري حقونو له مکلفیتونو سره په تضاد کې په نښه کېږي.

د دې سازمان بیان د بلوڅ د یکجهتۍ د کمیتې تنظیموونکی بیبیرګ بلوچ او د هغه ورور همال بلوچ د مثال په توګه یادوي او وايي چې دوی د تروریزم پرضد د مبارزې د ادارې چارواکو پرون په کوټه کې له خپل کور څخه ونیول.

بیان کې وړاندې راغلي، په همدې ورځ د بولان د طبي کالج مرستیال الیاس بلوچ وروسته له هغه ونیول شو چې چارواکو ته یې د نجونو پر لیلیه د چاپې اجازه ورنه کړه.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز په جبري ډول د لادرکه شویو بلوڅانو د کورنیو د پنځو غړو د نیولو خبر هم ورکوي او د بلوچستان پر ایالتي چارواکو غږ کوي چې د غیرقانوني نیونو لړۍ ودروي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې تراوسه یې نیولي دي.

د پاکستان حکومت د دې فعالانو د نیونو لړۍ وروسته له هغه چټکه کړه چې وسله والو په بلوچستان ایالت کې د مسافرو پر یوه اورګاډي د برید پرمهال له ۴۰۰ ډېر کسان یرغمل کړل او له ډلې یې لسګونه کسان ووژل.

د دې برید پړه د بلوڅانو د ازادي بښونکي پوځ په نوم د بېلتونپالو ډلې ومنله.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه