سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناروې له افغانستان سره اوږدمهالو اړیکو جوړولو ته چمتو دی

ناروې له افغانستان سره اوږدمهالو اړیکو جوړولو ته چمتو دی

ويب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې پر بشري مرستو، امنیت، پراختیايي همکاریو او یو شمېر سیاسي موضوعاتو خبرې شوي دي.

طالبانو د ښاغلي بکر له خولې ویلي چې ناروې له افغانستان سره د اوږدمهالو اړیکو جوړولو ته چمتو دی او هڅه کوي له افغانانو سره اړیکې ټینګې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه