سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمختیار یوسفزی وايي :د محمود خان اڅکزي د تېرې ورځ بیان غیر...

مختیار یوسفزی وايي :د محمود خان اڅکزي د تېرې ورځ بیان غیر آئیني ده

پښتو جرنل 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سیکرټري مختیار خان يوسفزي په خپل خپور شوي بیان کې ویلي چې تېره ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی له لورې خپور شوی بیان غیر آئیني ده .
مختیار یوسفزي یاد بیان د ګوند له آئین سره ضد او د جواز وړ نه د ګڼلی او ویلي دي چې د محمود خان اڅکزی بیان د منلو وړ نه ده.

مختیار یوسفزي په بیان کې ویلي چې د ګوند په آئین کې د مرکزي غړو د ایستلو طریقه څلور باب کې شتون لري، دوي چې په کومه طریقه مرکزي کسان له ګوند نه ایستلي هغه لپاره يي نه له مرکزي کميټي او نه له مرکزي اجرایه غړو نه منظوري اخستل شوې .
مختیار یوسفزي زیاته کړې چې تېره شپه د ګوند ایالتي مشر قهار ودان او ډپټي سیکرټري شراف آغا په مشري کې وسلوالو کسانو د ګوند د مشرانو شخصي جایدادونو باندې په زوره قبضې کړې او د ګوند خدمت ګار اجمل خان او بلال يي ویشتلي او دي د دې پښتون ضد کړنه غندي

مختیار یوسفزي زیاته کړې چې د ګوند مرکزي کميټي غونډه به په خپل وخت ۲۳ نومبر د چهارشنبې سهار لس بجې ترسره کیږي ، په یادې غونډې کې به د ګوند تګلاره او د ګوند په نورو معاملاتو بشپړه خبرې کیږي ،هغه زیاتوي چې په دې لړ کې د کميټي ټولو غړو ته بلنلیکونه ورلېږلي دي او هغو نه يي غوښتي چې په غونډه کې ګډون وکړي.

یاد دې وي تېره ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له لورې خپور شوي بیان کې د ګوند مرکزي جنرل سیکرټري مختیار یوسفزي او نور مشران ایستل شوي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه