دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هرنايي په سیمه ښاهرګه کې ناڅرګنده وسله والو درې کان کیندونکي...

د هرنايي په سیمه ښاهرګه کې ناڅرګنده وسله والو درې کان کیندونکي وژلي دي.

ویب ډیسک

د بلوچستان د هرنايي ضلعې په غرنۍ سیمه ښاهرګه کې نامعلومه وسله والو د نومبر پر ۲۱مه درې کان کیندونکي وژلي دي.

د صوبې له مرکزي‌ ښار کوټې څخه ۱۷۰ کلو میټره لرې په شمال ختیځ کې د پرتې هرنايي‌ ضلعې مرستیال کمیشنر سهیل انور هاشمي مشال راډيو ته د دې پېښې پخلی کړی دی.

نوموړي د نومبر پر ۲۱مه وویل چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کله کارکوونکي د کویلې کان ته کوزېدل.

د ځايي لیویزو او ملېشه ځواک غړو د وژل شوو کسانو مړي‌ د هرنايي روغتون ته رسولي دی.

مرستیال کمیشنر سهیل انور هاشمي وايي چې د وژل شوو کان کیندونکیو شناخت لا هم نه دی شوی.

د دې پېښې زمه واري‌ لا هم چا نده منلې. خو تر دې وړاندې د شویو یو شمېر داسې پېښو زمه واري بلوڅ وسله والو منلې وې.

هرنايي د بلوچستان یو له هغو پښتون مېشتو سیمو ده چې د سکرو یا کویلې کانونه پکښې دي. په دې کانونو کې ګڼ شمېر کارکوونکي د خیبر پښتونخوا وي.

د بلوچستان د کویلې په کانونو کې نه یوازې حادثې رامنځ ته کېږي بلکې وخت نا وخته پرې وسله وال داسې بریدونه هم کوي چې تر اوسه ګڼ شمېر کان کیندونکي پکې وژل شوي هم دي.

د اګست پر ۲۴مه له کوټې شاوخوا ۶۰ کلوميټره ليرې شمال ختيځ طرف ته د مارواړ په غرنۍ سيمه کې هم وسله والو درې کان کېندونکي وژلې ول.

د پاکستان د کانکیندونکیو اتحادیې له معلوماتو سره سم، د پاکستان د مختلفو سیمو په کانونو کې په تېرو۳۰ کلونو کې په شوو پېښو او چادونو کې تر۴۵۰۰ زيات کانکیندونکي وژل شوي دي.

دا معلومات ښيي‌ چې په دې کې تر ۳،۷۰۰ د خیبر پښتونخوا د شانګلې، بر دير او سوات ول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه