څېړنه؛ حاجی ولی محمد
ابه او قوميت: قوم پېژندنه بېلوبېلو څېړونكو په ورتوالي يا په لږ او ډېر توپير كړې ده، خو په مجموعي توګه قوم و هغه وګړو ته ويل كېږي چې يوه ژبه، كلتور يا ژواك، ګډه سيمه او د وينو اړيكې ولري، ځكه خو وګړي د سيمې په لړ كې پښتانه وايي چې: “خپل دي هغه دى چې سهار يې كور وينې ماښام يې اور” او د وينو د اړيكو په لړ كې متل دى چې: “هډ پر بند ماتېږي، وينه له رګه غورځي”.
دغه وخت په نړۍ كې پرته د نظريې، مځكې او ژواك پر ژبه جنګ روان دى، هر قام او ملت دا هڅه كوي چې خپله ژبه، نظريه او ژواك پر نورو وتپي، په دې ټولو عناصرو كې ژبه تر ټولو زيات ارزښت ځكه لري چې د يوه قام ملي تاريخ او ژواك په ژبه هم وده كوي او هغه وخت لا پراخوالى او پرمختګ مومي چې ويونكي يې په سائنسي ډګر كښي پرمختګ وكړي او ودې ته حكومتي سرپرستي ورپه برخه كړي، د اتلسمې پېړۍ څخه چې په نړۍ كې د كومو هيوادونو لخوا سائنسي ايجادات منځ ته راغلي دي، هغوى نه دا چې د خپل ارزښت له كبله د خپلو ژبو لوړوالى پر نورو نړيوالو منلئ دئ بلكي د راتلونكي نسل څخه يې، هن چي د خوړلو او څښلو په لړ كښي خپل كلتوري اصطلاحات او نومونه يو مخ ورك كړي دي، د بېلګي په توګه كله چي د منګي ځاى واټر كولر، د ژي يا ګوډۍ (مشكيزه)ځاى فرج يا يخچال او د نغري يا اورتون ځاى هيټر ونيوو، نو ښاري پښتون به چي سترګې يې د بريښنا او برق په فضا كښي روڼي كړي وي، منګئ، ژئ او اورتون څه وپېژني.
كله چې شوروي اتحاد ړنګ سوى نه وو د هغه هيواد رسمي ژبه روسي وه، تر ړنګېدلو وروسته ځوارلس جمهوريتونه خپلواك سول، هغوی د روسي پر ځاى خپلي مورنۍ ژبې رسمي وګرځولې، زه د دې خبرې سره ذهني يووالى نه لرم چې ملي ژبه د نړيوالي ژبې پر ځاى د هغه هيواد وګړي پر شا بيائې، ښكاره بېلګه يې زموږ ګاونډئ هيواد چين دئ، برسېره پر دې چې وګړي يې د نړۍ تر هر هيواد ډېر دي، په نس ماړه، اقتصادي وضح يې تر موږ ښه او په لوړه سويه د نړۍ د زبرځواكونو په كتار كې راځي، خو د رسمي مورنۍ ژبې سره د مينې اندازه يې تاسو په خپله وكړئ.
كله چې د چين پخوانئ صدراعظم چو اين لاى د پاكستان په رسمي سفر وو نو کله چي په غونډه كښي په چيني ژبه وږغېد، يوه پاكستاني صاحب منصب د نړيوالې ژبې په توګه د انګليسي ويلو غوښتنه ورڅخه وكړه، چواين لاى جواب ورکړ: چين ګونګى نه دئ.
ټوله وينا يې په چيني ژبه وكړه.
په دې كې شك نسته چې د ملي او نړيوالي ژبي تر منځ تړاو د قامي پرمختګ په لاره كې ارزښتناک رول لوبوي، خو په يوه هيواد كښي د كوچنيو ژبو لخوا د لويو ژبو لاندي كېدل او ځپل احساس محرومي منځ ته راولي او د دغسې محروميو څخه لوى لوى غورځنګونه (تحريكونه) ځېږي او ريښه اخلي.
ژبه او پوهنه: ژبه [Language] او پوهنه [Knowledge] دوه بېل څېزونه دي، كله چې يو زدكوونكى د لوړې زدكړې، [Higher education] لپاره باندني هيواد ته ځي نو د تګ د مخه بايد د هغه هيواد ژبه ارومرو زده کوي او وروسته په زده كړې ژبه نوره زدكړه سرته رسوي.
له بده مرغه په پاكستان كې زه يو د هغه په لكونو بدقسمتو زده كوونكو د بهير څخه يم چې ما و ژبي او پوهني ترپايه سرنه كړ سره خلاس. كليوال ژوند وو، په ښووښځي كښي زده كړه په اردو ده ، تر ډېره وخته مي نه په ژبه سرخلاسېدئ او نه په پوهنه، چې لږ و ډېر ما و ژبه پرله پوه سو، لېسه (كالج) ته ورسېدم، دورې د اردو ځاى يو مخ انګرېزي ونيوو چې تر پوهنتون (يونيورسټۍ) پوري يې دوام درلود، مطلب مې دا دئ چي دلته زده كړه په هغه ژبه كښي وركول كيږي چي دزده کوونکي زده نه وي، په كار خو دا ده چي په مورنۍ ژبه كوچنيانو ته زدكړه وركول سي كنه نو تر هغو پوري زدكړه بې اغېزي ده تر څو پوري چي ژبه نه وي په زده سوې، د يوه هيواد او قوم د پرمختګ راز په نوې پوهنه (جديدتعليم) كښي دئ، پوهنه ټولنه پر مخ بيايي، مورنۍ ژبه د پوهني او ويونكيو تر منځ لومړۍ مهمه كړۍ ده او پوهنه د وګړيو او ودې و پرمختګ تر منځ مهمه كړۍ تشكيلوي، د دې ارزښت په نظر كښي نيولو سره كله چې د تركيې ولسمشركمال اتاترك خپلواكي لاس ته كړه او د نو يې تر ټولو دمخه امر وكړ چې په څلورويشتو ساعتونو كښي دي د ټولو دفترونو او زدكړي ژبه “تركي” سي، همدغسي وسوه.
د انډونېزيا جهوررئيس سوئيكارنو د دې كار لپاره اووه ورځي وخت وركړ.
پښتو او پښتانه: په افغانستان كې د ادبياتو پوهنځي د افغانستان د ژبو او توكمونو اټلس جوړ كړئ دئ چې يوه كاپي يې په سويس كښي ساتل سوې ده، په دې اتلس كښي (۲۶) ژبي او (۲۸۰) لهجې درج سوې دي، د افغانستان د ژبو په لړكې د ملګرو ملتونو موسسې او هم دا رنګه دپخواني شوروي اتحاد پوهانو څېړني تر سره كړي دي، د پورتنيو څېړنو سره سم په افغانستان كې پښتانه په سلو كې شپېته (۶۰) دي او په (۱۹۸۹ء) كښي په پاكستان كي د ويونكو ژبو فيصدي په لاندې توګه وه.
پنجابي……….. ۱۷ ،۴۸
پښتو………….۱۴ ، ۳۰
سندهي………..۷ ، ۱۱
سرائيكي………۸۳ ، ۹
اردو……………۶ ،۷
بلوچي…………۵۱ ، ۳
د پورتنۍ احصايې له رويه پښتو د پاكستان دويمه ژبه ده چې په سلو كې (۱۴،۳۰) وګړي په ږغېږي او په افغانستان كې لومړۍ ژبه ده چې په سلوكښي شپېته فيصد وګړي په ږغېږي.
خو د جنګونو د لاسه بې كوره، د لوږي د لاسه اواره، پر نړۍ تت و پرك دا قام چې په هر دور كښي د قربانۍ د پسه په څېر ګرځېدلي او د پوهني د رڼا څخه ګوښه پاته سوي دي، باندنيو ځواكو نو يې د ايلولو هڅي كړي، دوى په ډېره مېړانه د خپلواكئ ساتنه كړې ده، خو د چوكۍ و شتمنۍ هوس او د جهالت تورتم ځيني پښتانه په خپلمنځيو دښمنيو كې راشكېل كړي، چې د دوى د پرمختګ او ودي مخه يې ډب کړې ده، له دې كبله د پښتو او پښتنو او پښتنو و پوهنې ترمنځ زيات واټن ځاى نيولئ دئ، يواځي د ليكوالو طبقه ده چې دې كار ته ئې ليڅي رانغښتي او په خپلو خولو و پيسو يې دې كار ته تر خپله وسه وده او دوام وركړئ دئ، منډي ترنډي او ستړيا و مغز خوري پر ځان يوسي، د خپلې خولې او پر كورباڼو سپمولي پيسې ګار كړي، د كاتب تر ټاټوبي پوري ځي و راځي، لاري مټ كړي، تر څو خپله مسوده په وليكي، دريمه مرحله ئې د پريس يا مطبوعې ده، په څلورمه مرحله كښي چي كتاب بازار ته راسي نو بيا د كتاب پلورونكو نخرې او د احسانونو پېټي د ده ملا وركړوپه كړي، برسېره پر دومره كړاونو پښتانه كه شل و دېرش روپۍ هره ورځ پر سګرېټو او چايو وركولاى سي نو كه دومره پيسې په مياشت كې پر يوه كتاب، مجله يا ورځپاڼه وركړي څه به وسي، ته كه پښتو نه سې وئيلاى، په كورباڼو، خپلوانو يا راتلونكو كښي به دي لا يو څوك پيدا سي، چي تا رانيولئ كتاب ووايي، چې نور نه وي ليكوال او د پښتو ژبې ډاډګېرنه خو به وسي او ليكوالانو ته هم په كار ده چې يواځي د سرو شونډو او تورو سترګو پر صفت خپل ټول سېك او زور و نه كاږي. پښتو ادب او تاريخ زښت زيات كار و زيار ته اړتيا لري.
پښتو او ذرايع ابلاغ: تر يوه حده په افغانستان كښي پښتو ته سركاري سرپرستي ور په برخه وه، پرته د كابل څخه په ځينو ولايتونو كښي هم پښتو اخبارونه خپرېدل، په راډيو، ټيلي وېژن كښي پښتو و فارسي روانې وې.
د علومو اكاډمۍ او پښتو ټولني له خوا په زرګونو علمي و تاريخي كتابونه خپرېدل او د څېړنو دا لړۍ په ډېره بيړه پر مخ روانه وه، د درس و تدريس كتابونه چي په هغه كې د طب (medical) كتابونه هم شامل وو او و ژباړل سول د ثور تركودتا وروسته په ټولو ولايتونو كښي د محلي راډيو ټيلي وېژن دستګاوې جوړې سوې او د هغه سيمو په اكثريت ويونكې ژبه به يې خپرونې کولې ، په پاكستان كښي كه څه هم پښتو د ويونكو په حساب دويمه لويه ژبه ده خو نه سركاري سرپرستي لري او نه هم پښتنو و دې لور ته پاملرنه كړ ې ده، د نورو سيمئيزو ژبو لكه بلوڅي و براهوي په څېر په بلوچستان كې راډيو ټيلي وېژن په ټوله اوونۍ كښي دوې ورځي پښتو خپرونې لري، د جمعې په ماځيګر (۲۵) دقيقې او د دوشنبې يا ګل په ماځيګر (۴۵) دقيقې، خو په ټيلي وېژن كې نه د جمعې خپرونه (۲۰) قيقو او نه هم د ګل د ورځې دا (۴۰) دقيقو ته رسېدلې ده، ډېر ځله دغسې سوي دي چې په اوونيو اوونيو د سنوكر او كركټ د لوبو له كبله چا پښتو خپرونه نه ده ليدلې، پرته له دې په دريو اوونيو كې (۲۵) دقيقې د كوچنيانو لپاره “ګلرنګ” او د حكومتي ترقياتي كارونو لپاره (۲۵) دقيقه ييزه خپرونه “قدم به قدم” خپرېږي، د فنډ، سفارشونو او د وخت د كمبوت له كبله ډېر دغسي غېر معياري پروګرامونه خپرېږي چې د ليدلو وړ نه وي، د كوټي په رېډيو كې پخوا پښتو تقربا (۷) ساعته خپرونې درلودې، اوس تقربا (۵) ساعتونو ته راټيټې سوې دي، د بلوچستان څخه دا وخت “هيواد” او “برېښنا” اوونيز اخبارونه خپرېږي چې “برېښنا” يې تراوسه ما لا نه دئ ليدلئ، پرته له دې يوه ورځپاڼه اوس “د نوي ژوند” په نامه د مسئول مدير سيدانورشاه لخوا له كوټي څخه هره ورځ په كمپيوټر خپرېږي چې په تاوان كې روانه ده، يوه سركاري مجله “ولس” د مركزي حكومت لخوا بنده سوې ده، البته “تماس” علي دېپك قزلباش او “سكام” مجله محموداياز په خپل لګښت هم خپروي او هم يې پلوري، په پېښور كې سلطان محمدصابر “هيواد” ورځپاڼه خپروي، دويمه ورځپاڼه “وحدت” ده او دريمه “باګرام” وه، نه يم په خبر چې بنده به وي كنه البته سيداقتدار علي مظهر او لطيف وهمي بيا “غازي” ورځپاڼه په پښتو و انګرېزي د پېښور او ډېره اسماعيل خان څخه خپروي، د كراچي څخه فتح محمدپښتون پلوشه او طاهرخان اپريدي “جرس” مجلې په خپل لګښت او زيار خپروي، حال دا چې د (۱۹۸۰) په لسيزه كې يواځي په سندهـ كې د سندهي ژبي (۴۰) ورځپاڼې خپرېدې په (۱۹۸۹) كې په پښتونخوا ايالت كښي د پښتو (۴۰) كتابونه چې (۲۸) يې شعري مجموعې او (۲۲) نثري كتابونه دي چې زيات شمېر يې د لنډو كيسو دي د افغانانو او سرحدي پښتنو لخوا خپاره سوي دي په همدې كال يواځي په انګلستان كې په انګرېزي ژبه شپږشپېته زره، شپږسوه اوولس كتابونه خپاره سوي دي، په باندنۍ نړۍ كې انګلستان، امريكا، هندوستان، چين، ايران، تاجكستان، تركي، ازبكستان، مصر او المان و دا د پښتو خپرونې خپروي چې په سياسي او ادبي ډګر كې د بي بي سي او امريكا ږغ خپرونې د معيار له كبله سارى نه لري، پرته له دې يې د پښتو ژبي د سوچه والي اړخ ته په بشپړه توګه پاملرنه كړې ده، خو د پاكستان په راډيو او ټيلي وېژن او مطبوعاتو كې پښتو ژبي ته په دغسې ناترسي د اردو او انګلېسي ژبو توري ور روان دي، چې په خپله پښتون د پښتانه په ژبه سم نه پوهېږي.
پښتو او واكمن: مورنۍ ژبه [mother tongue] چې ورته لومړۍ ژبه first language ويل كېږي ژونديو قومونو نه دا چې ژوندۍ ساتلې ده بلكي دومره پرمختګ او وده يې وركړې ده چې پر نړيواله کچه هم په خپل تاريخ وياړي او هم په خپله پوهنه، نن پر نړۍ د دوى سائنسي څېړنو او جوړونو د دوى ژبي پر نورو ژبو غالبه كړي دي، هن چي وركي ژبي يې لا را ژوندۍ كړي دي، د اسرائيلو حكومت په زرګونو كلونو پخوانۍ ژبه “عبراني” په دغسي وخت كښي ملي او هم رسمي وګرځوله چې په ټول هيواد كښي په عبراني ژبه يواځي دوولس تنه پوهېدل، دا ژبه اوس دا اسرائيلو ملي ژبه ده او د ښووني او پوهني وسيله ده، په اوسني افغانستان كښي د پښتنو د واكمنۍ خښته ميرويس خان نيكه اېښې ده پر دې خاوره په لسګونو پښتانه واكمن تېر سوي دي خو پښتو د محمدظاهرخان په دوره كښي د فارسي ترڅنګ رسمي ژبه اعلان سوه، تر شوروي يرغل وروسته په (۱۹۸۰) كښي بلوڅي، ازبكي، پشه يي او نورستاني ژبي هم رسمي وګرځولي سوې. په تعليمي نصاب كښي د انګرېزي و فرانسوي ژبو ځاى روسي ونيوو، كه څه هم په پاكستان كښي نظامي و ملكي واكمن لكه جنرال محمدايوب خان او غلام اسحاق خان دا پښتانه تېر سوي دي، پښتو نه دا چې دلته سركاري سرپرستي پيدا نه كړه بلكې په پاكستان كې د اردو، انګرېزي تر اغېزې و اثر ووته او نه هم په افغانستان كې د فارسي و عربي، موږ دا نه وايو چې پر نورو ژبو دي پښتو وتپله (مسلط) سي، بلكې هرې ژبې ته دي د دې د لوى والي په اندازه جايز ځاى وركول سي.
پښتو او سياستمداران: لكه وړاندي چي مو وويل د حكومتي سرپرستۍ د نېشتوالي له كبله پښتو په تېره بيا لوستې طبقې هم و دې لور ته په بشپړه توګه پاملرنه نه ده كړې، د قامي غورځنګونو [تحريكونه] پر مخكښانو او غړو ژبپالنه تر ټولو لومړى حق لري، له بده مرغه د دوى زيات شمېر د پښتو د ليكلو او وئيلو څخه بې برخې دي، دغه په لكونو ووټونه چې دوى اخلي او ځانونه اسمبليو ته په رسوي، كه چېري په دوى كې يو فيصد پښتانه هم پښتو كتابونه، مجلې او ورځپاڼې اخيستل پيل كړي نه دا چې د څېړونكيو به ډاډګېرنه وسي، بلكې په سياسي، تاريخي او علمي ډګر كې به پښتو د يادونې وړ پرمختګ وكړي.
پښتنو! پښتو پالنه يواځي د ليكوالانو كار نه دئ، ستاسو مرستو و ملاتړ ته هم زښته زياته اړتيا لري، پرمختللو قومونو فضا تسخير كړه، ذهني پرواز يې د اسمان و لور ته ختلئ دئ، اوس يې د هيواد لاري د خپلو نظريو، ژبي او ژواك د مسلطېدو هڅې پيل كړي دي، په هر كور وكلي او ښار كښي هر څوك كولاى سي چې د ډش انټينا د لارې پر ټيلي وېژن د نړۍ خپرونې وويني مطبوعاتي راپورونه، مضامين يې د ميعار او زيار له بركته زموږ تر مطبوعاتو هم غښتلي دي او هم معياري، ر يوه حده خو يو د نظر ازادي ورپكښې ده او دويم د څېړني او ليكني په لړ كښي له دومره خنډونو سره نه مخامخ كېږي لكه موږ.
د پښتنو او پښتو هغه مركز چې د پښتو پرمختګ هيله به ورڅخه كېده د جګړو اور لولپه كړئ دئ، علمي وتاريخي او ادبي پانګي ورپكښي سوځل سوي دي.
په كابل كښي د علومو اكاډمۍ چې د پښتو ټولني پر بنسټ جوړه سوې وه، د دواړو اكاډميو كتابونه يې خپرول او په تحويلحانو كښي يې ترشل لكه (دوه مليونه) زيات نسخې كتابونه درلودل، دا ټول له منځه تللي دي، په دې اكاډميو كې ډېر ناياب اثار هم په خطي او هم په چاپي ډول موجود وو، بل مهم ځاى د كابل ملي ارشيف وو چې لس زره (۱۰۰۰۰) پښتو، فارسي، عربي، تركي او اردو نسخې تاريخي اسناد، مجلې او اخبارونه د افغانستان او سيمې څخه راټول سوي وو، دلته په ۱۳۲۰هـ ش كښي د ارګ د كتب خانې څخه هم نسخې چي هنري ارزښتونه يې درلودل، راوړل سوي وې، ويل كېږي چې دغه نسخې هم له منځه تللې دي، پرته له دې د كابل پوهنتون په زېرمتونونو كښي پراته دوه لكه كتابونه هم له منځه تللي دي، په لنډه توګه به ووايم چې د (۱۹۸۰ع) د لسيزي د پيل څخه بيا تراوسه د افغانستان ملي او تاريخي زړو اثارو او علمي پانګي ته دومره زيان ور اوښتئ دئ چي جبيره كول به يې كلونه كلونه وخت ونسي، هغه سرتوره پښتو چې لږ و ډېره حكومتي سرپرستي يې پيدا كړېوه ، مينانو يې مړې ايرې سره راپوكړې، دا يې ژوندۍ كړه، دغسي كاري ګزارونه يې وخوړل چې سارئ نه لري، زه هغه خلګ وينم چې پرون د پښتو په سوچه تورو پسي ګرځېدل چي طبي اصطلاحاتو ته يې ولټوي خو نن په لسو دقيقو پښتو ويلو كې په درځنو درځنو د اردو او انګرېزي توري وايي، د ذرايع ابلاغ ومسئولينو ته كه وويل سي چې وروره د سوچه پښتو څخه بايد كار واخيستل سي نو وايي چې ټول پښتانه نه په پوهېږي، زموږ پښتو ګډه وډه سوې ده.
ويل كېږي چې يوه پنجابي مسافر دومره ډېره فارسي ژبه زده كړې وه چې خپله مورنۍ ژبه پنجابي يې يو مخ ورځني هېره كړې وه، يوه ورځ سخت ناروغه سو، د تندې څخه يې ستونى وچ وچ كېدى، پر مور يې نارې كړې چې آب، آب يعني اوبه، مور يې په ژبه نه پوهېده، دى له تندې مړسو، وروسته دا خبره سوه چې زوى يې له تندې څخه مړسو، نو په ساندو ساند كې به يې ويل چې (انهان فارسيان نې گهر بټيا اى) يعني دغه فارسيبانانو كور راړنګ كړ.
نوري ژبي زده کول که لوی کمال دئ ـــــــــــــــــــــــ خپله ژبه هېرول بېکمالي ده
پنجابي ژبه چي د پاكستان تر ټولو غټه ژبه ده، ويونكو يې خپله پاملرنه اوس و دې لور ته ور اړولې ده چې ولي زموږ ژبه سيمئيزه بڼه لري، په [۲۱] اكتوبر ۱۹۹۳ع دپنجاب و لوى وزير ميامنطور وټو ته د باور د رايو د وركولو تر وړانديز وروسته د واكمن ګوند غړو په اسمبلۍ كې په پنجابي او انګرېزي ويناوې وكړې او د وزيراعلي څخه يې په كلكه غوښتنه وكړه چې پنجاب ته دي خپل حقوق او پنجابي ژبه ته دي وده وركول سي.
كه پښتانه خپلي مورنۍ ژبي ته پاملرنه و نه كړي نو ډېر دغسي مثالونه سته چي د بيدو قامونو ژبې له منځه تللي دي او د نورو ژبو او ژواك تر اغېز لاندي راغلي دي، لكه پينځه سوه كلونه وړاندي چې په كيليفورنيا كې دوه سوه ژبي ويلى كېدې، كله چې دې سيمي ته اروپايان راغلل اوس يواځي سل ژبې ژوندۍ پاته دي.
اول خپله ژبه پس ته نوري ژبي ـــــــــ بې بنياده خو تعمير هيڅ سمون نه کا (حمزه بابا)


