چهارشنبه, سپتمبر 16, 2026
Google search engine
کور پاڼه تازه خبرونه ایران کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

ایران کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

0
179

ويب ډيسک

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد د سیستان او بلوچستان په شمال کې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې یې ۲۸۹ افغانان چې د اوسېدو اسناد یې نه لرل نیولي دي.

د رسینو د مالوماتو له مخې پولیسو دا کسان په سیمه کې د ټولنیز امنیت پلان له لوړېدو سره هممهاله نیول شوي دي.

دا طرحه تېره اوونۍ د زابل اوسېدونکو د رضایت زیاتولو په موخه پلي شوه.

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او له هغه ځایه د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

پرون د ناروې د کډوالو شورا رییس ویلي و چې ایران په یوه ورځ څه باندې درې زره افغانان ایستلي دي.

ایراني چارواکو هم ویلي چې له دغه هېواده په تېرو درېیو کالو کې هر کال کابو یو میلیون ناقانونه کډوال ایستل شوي دي.