ويب ډیسک
د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۲ کال کې یوځل بیا د اعتبار له نظره د نړۍ د هېوادونو د فهرست په پای کې راغی.
د هینلي پاسپورټ اندېکس Henley Passport Index ټولنې چې د نړۍ د هېوادونو د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي نن د جولای په شلمه خپله تازه څېړنه خپره کړه چې له مخې یې د جاپان پاسپورت لومړی ځای خپل کړی.
د پاسپورت اعتبار پر دې معیار سنجول کېږي چې لرونکي یې څو هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي. د هینلي پاسپورت انډیکس د څېړنې له مخې د جاپان وګړي ۱۹۳ هېوادونو ته او د افغانستان وګړي یوازې ۲۷ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي.
په فهرست کې د سنګاپور او جنوبي کوریا نومونه په ۲، جرمني او اسپانیا په ۳ او د فنلنډ، ایټالیا او لوکزامبورګ نومونه په ۴ ځای کې دي. د بلجیم، سویس او متحدوایالتونو پاسپورتونه د اعتبار له نظره په ۷ او د اسټرالیا، کاناډا او چک جمهوریت په ۸ درجه کې یاد شوي.
متحده عربي امارات په ۱۵، اسراییل په ۲۴، ترکیه په ۵۴، سعودي عربستان په ۶۸، هند په ۸۷، ایران په ۱۰۲، پاکستان په ۱۰۹ او افغانستان له عراق او سوریې وروسته په ۱۱۲ ځای کې راغلي دي.


