سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګرهار کې د چسپکي ماین چاودنې د پنځو طالب سرتیرو په ګډون...

ننګرهار کې د چسپکي ماین چاودنې د پنځو طالب سرتیرو په ګډون ۳۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ویب ډیسک

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د چسپکي ماین چاودنې د پنځو طالب سرتیرو په ګډون ۳۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالب چارواکو په وینا دغه چاودنه نن دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولې ۳۰) سهار د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار کې د یادې ولسوالۍ د روغتیا برخې د مدیر پر موټر شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري حنیف رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو طالب سرتیرو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او په خبره یې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې هم د یادې چاودنو مسولیت په غاړه اخیستی ندی. خو تر دې مخکې د داعش خراسان څانګې د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه