یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيلوبې؛ بنګله‌دېش پاکستان ته په ټېسټ لوبه کې ۷۸ منډو په توپير...

لوبې؛ بنګله‌دېش پاکستان ته په ټېسټ لوبه کې ۷۸ منډو په توپير ماتې ورکړه

په ټېسټ لوبه کې بنګله‌دېش پاکستان ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه او د دوو ټېسټ لوبو لړۍ یې دوه ـ صفر وګټله. له دې سره پاکستان د بنګله‌دېش پر وړاندې پرله‌پسې دوهم ځل سپین‌مخ شو.

په ټېسټ لوبه کې بنګله‌دېش پاکستان ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه او د دوو ټېسټ لوبو لړۍ یې دوه ـ صفر وګټله. له دې سره پاکستان د بنګله‌دېش پر وړاندې پرله‌پسې دوهم ځل سپین‌مخ شو.

د بنګله دېش په سلهټ لوبغالي کې د وروستۍ ټېسټ لوبې د پنځمې ورځې په سیالۍ کې پاکستان ته د ۴۳۷ منډو ستر هدف ورکړل شوی و، خو ټول لوبغاړي یې په ۳۵۸ منډو وسوځېدل.

پاکستان خپله دویمه پاڼې د اوو لوبغاړو په سوځېدو او ۳۱۶ منډو پیل کړه. محمد رضوان او ساجد خان ښه ملګرتیا وکړه او چټکې منډې یې جوړې کړې، خو دا ملګرتیا ډېره اوږده نه شوه.

محمد رضوان ۹۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې ساجد خان ۲۸ منډې جوړې کړې. د دغو دواړو له سوځېدو وروسته پاتې دوه لوبغاړي پرته له کومې منډې بېرته خونې ته ستانه شول.

د بنګله‌دېش په بریا کې کيڼ‌لاسي توپ‌اچوونکي تېج‌الاسلام مهم رول ولوباوه او د پاکستان په دویمه پاڼې کې یې شپږ لوبغاړي وسوځول.

دا دوهم ځل دی چې بنګله‌دېش پاکستان د ټېسټ لوبو په لړۍ کې سپین‌مخ کوي. تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۴ کال کې د بنګله‌دېش لوبډلې د پاکستان پر ضد د دوو ټېسټ لوبو لړۍ دوه ـ صفر ګټلې وه.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه