لیک/ څیړنه : عدنان خیالي
خوشحال خټک وایې:
د نوروز منت په باغ دے په صحرا هم..
نوراني یې شي له فېضه هغه، دا هم…
،
په راتلۀ ورلره ډېرې خوښۍ راوړه..
پر خوشحال خټک دے قدر دے نوروزه..
او سودا وایې:
واسطے خلعت نوروز کے ہر باغ کے بیچ
آبجو قطع لگی کرنے روش پر مخمل
د ذوق شعر دے:
فی الحقیقت یہ وہ شادی ہے کہ جس کے رو برو
جشنِ جمشیدی کا کچھ مطلق نہیں رتبہ رہا
،
نوروز د فارسۍ ژبې ټکے دے چې مطلب یې دے “نو” نوې، “روز” ورځ ، یعنې نوې ورځ ، د ایرانیانو، فارسیبانو نوے کال، د کال وړومبۍ ورځ، د ایرانیانو قومي جشن ، تهوار، د سپرلي د اغاز ورځ ـ یا ایرانیانو به وئیل د اهورا مزده (د دنیا د خداے) پیدائش ورځ ، (د اریایانو اختر) ـ
بعضې خلق وایې، چې دا به د پښتنو/آرین په علاقو کښې د یخنۍ نه بد حال وو، د انسانانو او څاروو ژوند به ګران شو، زخیره شوے خوراک به په ختمېدو شو، دا خلق به د یخنۍ نه ډېر تنګ شو، ځکه د یخنۍ په تلو به یې خوشحالیانې کولې، چې “یخ.تېر” به بللے شوـ دا وروسته د اسلام د راتګ سره د نوروز لمانځل څۀ قدرې کم شو، او مذهبي فریضو ته د خوشحالیانو په غرض اختر/اخترونه ووئیلې شوـ بحر حال نور وضاحت ئې لنډو ټکیو کښې کووم ـ
نوروز یو پخوانے دود/تهوار دے، چې په فارسیبانو،ایرانیانو، افغانانو یا زرتشتیانو (اریایانو) کښې له مودو راهسې رواج وو ـ دا په بنیادي توګه د دوي مذهبي تهوار ګڼلے کیږي، خو د دې اثر نورو قومونو،نسلونو یا مذهبونو ته خور شوے چې له کبله ئې نوروز لمانځل یو افاقي حثیت حاصل کړے دے ـ او وروسته د یو سیکولر تهوار په توګه د نړۍ په بېلابېلو خلقو کښې لمانځلے شوے ـ خو بیا هم زرتشتیان، بہائیان او ځینې مسلمانې فرقې ورته خپل مذهبي نسبت کوي ـ
شعیاګان وایې په دې ورځ به د دولسم امام حضرت مہدی ابن العسکری ظهور کیږي ـ د اسلامي تاریخ تقویم د لحاظه په دې ورځ په وړومبي ځل په دنیا نمر لګېدلے ـ په ونو غوټۍ راختلي، د نوح علیه سلام کشتۍ په کوه جودي کوزه شوې او طوفان نوح ختم شوے، ابراهیم علیه سلام بتان مات کړې وو (نورې خبرې هم کولے شي)
په مغربي ایشیا، منځنۍ ایشیا، قفقاز، بحره اسود او ځینې نورو ځایونو کښې دا د ۳۰۰۰ کالو نه لمانځلے کيږي ـ په دې ورځ به دوي رنګ په رنګ خواړه/خوراکونه تیارول، موسیقي به یې وئیله، ګډاګانې،نڅاګانې به یې کولې او نوې کال ته به یې هر کلے کولو او د راروان کال د خوش بختۍ دعاګانې به یې کولې ـ دا دود به تر ۱۳ ورځو پورې جاري وو په اخره ورځ به دوي د سیند غاړو، ځنګلونو یا پارک ته تلل چې به یې ورته “سیزده بدر” وئیلو ـ (د دې دیارلسمه ورځ منحوسه ګڼلے کیږي، ځکه خلق خپل کورونه پرېږدي او نورو ځایونو ته ځي، باهر خوراکونه کوي، مستیانې کوي او داسې نوروز سر ته رسوي)
د نوروز په ورځ به ایرانیانو د نورو خوراکونو سره سره د “هفت سین” اهتمام کولو ـ د هفت سین نه مراد اووۀ خوراکي/څښاکي توکي وو چې نومونه یې د “س” نه راتلل ـ د دغه څیزونو نومونه دا وو:
سیر، سماق، سنجد، سبزه، سیب، سمنو، سرکه ـ د دې اووۀ څیزونو د طبي ښېګړو په اړه به ایرانیانو وئیل
“این هفت خوراک را بخورید تا بیمار نشوید”۔
(دا اووۀ څیزونه خورئ، چې بیمارېږئ نۀ)
په څۀ زمانه کښې دا “هفت شین” ؤ، اووۀ هغه څیزونه به په کښې شامل وو چې نومونه به یې د “ش” نه راتلل ـ د عربیانو د حملو نه پس اسلام راغلو شراب حرام ورګرځېدل، او د هغې په ځاے په کښې سرکه شامله کړې شوه ـ نو ځکه دا “هفت ش” هم “هفت س” ته بدل شو ـ
په دې ورځ به نوې سکې جاري کېدلې، وزیرانو مشیرانو به باچا ته تحفې وړاندې کولې ، هغه به ورله انعامونه ورکول، د صوبو ګونران به نوې کېدل او د اتش کدو (عبادت خانو) صفایانې به کېدلې ـ
“جشن جمشیدی” د نوروز دویم نوم دے ـ په دې ورځ مشهور ایراني بادشاه جمشید په تخت ناست وو ـ وروسته خلق/بادشاهان د دغه تسلسل سره تړلي پاتې شوې ـ (یا بادشاهان به په دې ورځ په تخت کښېناستل دا د خوش بختۍ علامت هم ګڼلے کېدو)ـ
د ایران مشهور پوهان (علم نجم، ریاضي دان) ابو ریحاني د نوروز د ورځ په اړه وایې چې په دې ورځ د انسان تخلیق شوے دے ـ دا د “خلقت انساني” جشن دے ـ پکار ده چې په دې ورځ زاړه څیزونه نوې کړې شي او روح ته تازګي وبخښلے شي ـ
په دې ورځ په مذهبي نقطه نظر سره مختلف ټکونه هم شوې ـ هغه بېل بحث دے ـ خو دا ورځ مونږ ته د امن، مینې، ورورولۍ،انسان دوستۍ او یو بل سره د مرستې او اخلاص پېغام راکوي ـ
،
(د نوروز په اړه بېلابېل نظرونه دي ـ ما ترې دې لیک کښې څو اړخونه بیان کړل)


