یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام آباد او تهران د دواړو هېوادونو سفیرانو د ستنېدو په اړه...

اسلام آباد او تهران د دواړو هېوادونو سفیرانو د ستنېدو په اړه خبرې اترې کړې

ويب ډیسک

‏د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلیفوني اړیکه کې اسلام آباد او تهران ته د دواړو هېوادونو سفیرانو د ستنېدو په اړه خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني خپل ایراني سیال ته ویلي چې هېواد یې په ټولو مسایلو کې د خبرواترو او همکارۍ غوښتونکی دی.

جیلاني وايي: «ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته درناوی باید ددغو همکاریو بنسټ وي.ِ»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ددې غوښتنې په ځواب کې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د پاکستان واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا په کلکه زموږ د پام وړ ده او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونو له منځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو همکاري اړینه ده.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه