لومړئ برخه
لیکوال: ډاکټر نوراحمد خالدی
پښتو ژباړه: ذبیح الله خوګیانی
د پښتون قوم (پختون چې پښتانه یا پختانه جمع ده) یو لوی قوم دی چې اصلي هېواد یې د پېښور شمال لوري ته د چترال او کنړ او په ختیځ کې تر اټک د سند (اباسین) سیند تر غاړې پورې او په سوېل کې تر ملتان او کویټې او په لوېدیځ کې تر ننګرهار، لغمان، کابل، ارزګان، کندهار، هلمند او فراه پورې رسېږي. پښتانه د هندوکش د سوېلي سیمو د غور څخه د اباسین سیند پورې تر ټولو لوی قوم دی. په ۲۰۱۹ ز کال کې د پښتنو مجموعي نفوس 50 میلیون تنه اټکل شوی دی (د ۱۵ میلیونو په شاوخوا په افغانستان کې، ۳۵ میلیونه تنه ختیځ پښتانه دي چې د ډېورنډ د کرښی بلې خوا ته په اوسني پاکستان کې اوسېږي او نیږدې لس میلیونه پښتانه په هندوستان، عربي هېوادونو، اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې ژوند کوي)
پښتانه په هندوستان کې د پټان، افغان او همدا راز د روهیله په نوم مشهور دي او په ایران کې د افغان په نامه پېژندل کېږي. د جنیتیکي څېړنو په اساس (د پلوس وان مجله ۲۰۱۲ ز کال) پښتانه حد د اقل د کرنې او مسي تمدن د پیل د زمانې څخه ( دولس زره کاله را په دېخوا) په هغه سیمو کې چې د هندوکش په سوېل کې موقعیت لري د اباسین سیند پورې مېشته دي. دې خلکو پخوا د خپل هېواد لپاره کوم ځانګړی نوم نه درلود.
(د پښتنو د مېشت ځایونو نقشه)
فارسانو، ترک ټبرو، او عربانو پښتنو ته د اوه ګان، اپګان او بلاخره افغان چې د عتیق له زمانې څخه په دې سیمو کې سوار کارانو او نجیب زاده ګانو ته ورکول کېدو، نوم ورکړی وو او دوی ته یې «افغان» خطاب کولو، چې د دوی ټاټوبي ته یې «افغانستان» ویل. ابن بطوطه چې د خپل سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی وو په خپله سفر نامه کې لیکي: «بیا مو کابل ته سفر وکړ، دلته د عجمو څخه یوې طایفې ژوند کولو چې افغان نومېده. کابل د پخوا څخه د افغان پاچاهانو پلازمېنه وه (ابن بطوطه عربي متن ۴۰۶ پاڼه، کابل ته سفر 1320 ز)». دا برداشت یا پوهه د دې په اساس ده چې فارسان، ترک ټبرو، د هندوکش د شمالي ساحې او فارسيوانان کوم چې د کابل د شمالي ساحې اوسېدونکي وو، او د دوی د خولې څخه بیا عربانو دوی ته «افغان» وویل. د دې څخه وروسته بیا سیف هروي د هرات د تاریخ په کتاب کې چې په اوومه هجري پېړۍ کې (۷۲۱ ه ل 1321 ز کال) لیکل شوی چې افغانستان ته د ملک شمس الدین د تګ څخه په تفصیل سره یادونه کوي .
په همدې ترتیب سره په بابر نامه (توزک بابري) کتاب کې ظهیرالدین محمدبابر د کابل خلکو د قول څخه په ۱۵۲۸ ز کال کې لیکي چې د کابل سوېلي خواته ټول «افغانستان» دی. په همدې اساس او د نورو کتابونو څخه په استفادې لکه د «تاریخ فرشته» کتاب چې د مغولو په زمانه کې د ابوالقاسم فرشته په نوم د یو مهاجر فارسي لیکوال لخوا په هندوستان کې لیکل شوی او چاپ شوی وو- او همدا راز د بابر نامه یا توزک بابري په استناد چې د اکبر پاچا د امپراتورۍ په وخت په هندوستان کې چاپ شوی وو.
مګر باید متوجه اوسو چې د فارسانو (ایرانيانو) لپاره د هندوکش سوېل خواته ټول خلک «افغان» او سیمه یې «افغانستان» وو. د ایران په تاریخي کتابونو کې د افغانستان خلکو ته په اشاره د پښتون او تاجک نومونو څخه هېڅکله کار نه دی اخیستل شوی بلکې د هغې په ځای د «افغان» او د هغه جمع چې «افاغنه» دی استفاده شوې ده.
انګرېزانو او نورو اروپایانو هم پښتنو ته د«افغان» په نامه خطاب وکړ او د دوی هېواد یې د «افغانستان» په نامه یاد کړی. مونت ستیوارت الفونستون په خپل معروف کتاب کی لیکی چی د “افغان” کلمه دی خلکوته در فارسی د ژبی له خوا راغلی ده مگر ددوی نوم خپل وولس ته “پشتون” او جمع یی “پشتانه” دی او اعرابو دوی د “سلیمانی” په نوم پیژندل. الفونستون لیکی چی دا خلک خپل هیواد ته یو خاص نوم نه درلود مگر کله کله د فارسی نوم “افغانستان” نه کار اخیستل (د کابل سلطنت. 1842م، د کانگرس کتابخانی أی دی آف کاپی، ص 200).
په همدې اساس، دا طبیعي ده چې د احمد شاه ابدالي د دولت د جوړېدو څخه وروسته ورو ورو د هېواد نوم افغانستان او د ملت نوم افغان په سیمه کې رواج شو تر هغه چې د احمد شاه دوراني د مړینې څخه اووه لس کاله وروسته په رسمي توګه تثبیت شو لکه چه حاجي ابراهیم د قاجاریانو د دولت صدر اعظم په ۱۷۸۹ز کال کې په رسمي مکتوب کې د شاه زمان لومړی وزیر وفادار خان ته د «افغانستان هېواد د صدر اعظم» په نامه خطاب کوي (صدیق فرهنګ، افغانستان په پنځو وروستیو پېړیو کې). تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم دا لومړی ځل دی چې د افغانستان نوم په رسمي توګه د یو بهرني دولت لخوا ولیکل شو. د دې رسمي مکتوب په ځواب په همهغه کال کې د شاه زمان صدر اعظم وفادار خان هم په رسمي ډول د افغانستان د هېواد نوم اخلي (صدیق فرهنګ، افغانستان په پنځو وروستیو پېړیو کې) چې د افغانستان د نوم لومړنی ثبت شوی رسمي سند دی.
حامد نوید لیکي: «د تاریخي منابعو څخه په استفادې، د افغان کلمه د اسوه کان Asvakan د اصطلاح څخه رېښه اخیستې ده چې د سانسګرېټ په ژبه کې سوار کار مانا لري، اوه ګانا د پرکریت په ژبه کې، اوه ګان د اوستایي په پخوانۍ ژبه کې، ابګان، په پهلوي ساساني ژبه کې او په اسلامي زمانو کې د «افغان» په ډول تلفظ شوی او لیکل شوی وو چې په دواړو ژبو یانې په دري او پښتو کې معمول او رواج شول. د ۰۰۰افغان اصطلاح د تاریخ لیکونکو د مطالعاتو په اساس او د ژبپېژندونکو لکه جان مارټن Martin John ایر کلیوس Reclus – E چې د فرانسې څخه وو، کریستن لیسن Lassen Christian د ناروې څخه، مک کرندلMcCrindle او الکساندر کنینګهم Cunningham Alexander د برېتانیا څخه هغه لقب یا نوم وو چې د ډېر وخت راهیسې سوار کاران یا د اس سپرو ته وېل کېده. دا نظر اګره وال Agrawala چې د سانسګرېټ ژبې یو مشهور هندي څېړونکی وو تایید کړې او د هغه په نظر د افغان کلمه د یو خاص قوم یا ټبر لپاره استعمال شوې نه ده. د دې په خاطر د پښتنو په قومونو لکه ځدراڼ، منګل، غلزي، دوراني، هوتک، اندړ، کاکړ، احمدزي، سړبني، پوپل، سوري، ګدن، لودي، ستانکزي، محمدزي، یوسفزي، بنوڅي، خروټي، سواتي، سهاک، شینواري، ابدالي، توخي، بارکزي او نور د پښتنو قومونه لکه اورکزي، بامي زي، هوتخېل او تره خېل د هېڅ یوه قبیله د افغان یا افغانزي په نوم شتون نه لري ». (حامد نوید، اریانا افغانستان انلاین، د کلماتو رېښه یابي ۲۰۱۸/۲/۲۷ ز).
په هندوستان کې د مشهور «افغان» ټبر خلک د «خان» د کلمې سره یو ځای استعمالېږي لکه غفار خان، یوسف خان، عمران خان، قادر خان، شاهرخ خان، امجد خان او نور مشهور کسان. د هغه مقام او منزلت سره چې د مختلفو پاچاهانو لکه د غزنوي، غوري، لودي او سوري درلود، هغوی د هند خلک په یاد لري. په هندوستان کې دغه ټولې سلسلی په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د «افغان» شاهانو په نوم تدریس کېږي. حتی د ایران صفويانو، افشارو او قاجاريانو په زمانه ایرانيانو موږ ته خراسانی نه ویل مګر افغان او جمع یې «افاغنه» بلل. په خواشینۍ سره باید ووایم چې د هندوستان پرخلاف، په ایران کې د افغان او افاغنه د نوم څخه کرکه او نفرت کېږي او د تبعیض په سترګو ورته کتل کېږي، په سلهاوو ځلې افسوس چې په دې اخیرو کلونو کې په ایران کې زموږ هزاره افغانان د دې نفرت او تبعیض هدف ګرځېدلي دي.
د افغانستان نوم په تدریجی توگه د تیمورشاه د زمانی نه را پدی خوا او په همدی اساس د افغانستان تول اوسیدونکو ته د “افغان” خطاب معروف شو او. انگریزی جورج فورستر، چی د هند شرقی د کمپنی یو مأمور وو، د اعلیحضرت تیمورشاه په وخت د بنگال نه د کشمیر، پیښور، کابل، قندهار او هرات له لاری ایران، روسیه او انگلستان ته په کال 1782م سفر درلود. دی د خپل سفر د خاطراتو په کتاب کی د درانی پاچا د واکمنئ قلمرو ته چی هلته ددی په نامه د جمعی د ورځ د لمونز په وخت کی خطبه ویل کیده د “افغانستان” په نامه یاد کړی ده .
نن د «افغان» نوم په ټوله نړۍ کې د افغانستان د ټولو اتباعو استازیتوب دی او د دری سوه کاله را په دېخوا، د میرویس خان د وخت څخه بیا تر نن ورځې پورې، د افغان حکومتونو د هویت ښکارندوی پاتې شوی او ټوله نړۍ موږ په همدې هویت پېژني. د افغان انګلیس دری جګړې (۱۸۳۸- ۱۸۴۲ز، ۱۸۷۸ –۱۸۸۰ز، او ۱۹۱۹ز) د خراسان ـ انګلیس د جنګونو په نوم نه دي ثبت شوې. موږ نشو کولی د ستمي سیکتاریستانو او جدایي غوښتونکو کسانو د خوښۍ لپاره د خپل هېواد معاصر تاریخ له یاده وباسو او خپل لرغوني تاریخ ته د پای ټکی کېږدو.
کریم پوپل په مشعل وېبپاڼه کې(Mashal.org) د پښتنو قبایلو په اړوند داسې لیکي: «پخ او یا پکت د هند د اریایي جنګیالیو قومونو څخه یو قوم دی چې … نورو قومونو د فشارونو په خاطر یې د هندوکش سوېل ساحې ته هجرت کړی بلاخره د پکتین په نامه (پکتیا) یوه سیمه کې مېشت شول، او د دې ځای خلکو ته پکتون (پختون) او سیمې ته د پکتانو کور وېل کېدو. پروفیسور مورګسترن د افغان قبایلو د رېښې په اړوند لیکي: پکتو د لومړي ځل لپاره د هیرودت پواسطه ولیکل شو. دی یادونه کړې چې پښتانه د اریایي یوولس قومونو څخه یو قوم دی چې د منځنۍ اسیا دښتو د سوېلی سیمو څخه یې مهاجرت پیل او د هندوکش له سړو غرونو د تېرېدو څخه وروسته د سلیمان غرونو په مناطقو کې مېشته او پاتې شول. هیرودت لیکي چې د پکتیک خلک ډېر زړه ور او جنګیالي خلک وو. باید ولیکو چې پښتنو د نېکونو د مهاجرت تیوري، د منځنۍ اسیا څخه د هندوکش سوېلي سیمو ته حتی د اباسین سیند تر څنډو هېڅ لرغونپېژندنې، ژب پېژندنې او جنیتیکي ثبوت نه لري. د دې بر عکس هغه جنیتیکي معلومات چې شته دي په دې سیمو کې د دې خلکو اوسېدنه او شتون د دولس زره کلونو څخه هم اضافه ګڼي.
پښتانه د بلوڅانو سره اکثر یو ځای پاتې شوي دي. دا احتمالي لاره چې پښتانه غزني او پکتیا ته داخل شول، دوه نظرونه شته دي. د مرو له لارې سیستان، کندهار، غور، بامیان، غزني او پکتیا. دوهمه لاره منځنۍ اسیا، بلخ، بامیان، غور، غزني او پکتیا. الفونستون لیکی چی پشتانه د غور نه تر سلیمان غرو نو په ساحه کی میشته دی او د سلطان محمود په اردو کی تر تولو نه زیاد سربازان د همدی خلک وو او د غوریانو په نامه د غزنوی واکمنئ یی ختم او دری سوه کاله په هندوستان کی حکومت وکړ (مونتستیوارت الفونستون، د کابل سلطنت، 1842، لندن) .
پښتانه مسکون او مالدار خلک دي د اوړي په موسم کې یې د بابا او هندوکش د غرو په لمنو کې د مالدارۍ کارونه کول. د دوی یوه وړه فرقه په کندهار، بلوچستان، ارزګان، بامیان، غور، غزني او پکتیا کې اصلي مېشته کسان شول. د دوی لویه فرقه بیا د غزني او سیستان تر منځ سیمه کې مېشته شول. د عربو تر راتلو پورې د دې قوم لیک او لوست نه وو زده. د لوېدیځو سیمو پښتانه د عربو د راتلو سره سم مسلمانان شول. د خیتځو سیمو پکتان په کابل باندې د عربو د حملې سره مسلمانان نه شول، مګر وروسته له دې چې د کابل خلک مسلمانان شول، دوی هم مسلمانان شول. چې د دې قوم مسلمانېدل ډېر سخت وو، دوی هم په زور مسلمانان شول. چې دې ته سوټه مسلمان هم وېل کېږي. د دوی نښانې دا دي چې ځینې پښتانه د شنو او ابي رنګه سترګو خاوندان دي. د پکتانو په پخوانۍ ژبه کې د غ او ف توري شتون نه درلود. په دې شکل تر نن ورځې د پکتیا خلک افغانستان ته اوګانستان وایي. د دې څخه وروسته چې د دې قوم نفوس زیات شو د کندهار، هلمند، لوګر او کابل ولایتونو ته مهاجر شول. عربانو، سلطان محمود غزنوي، غوریانو په خپلو جګړو کې د دې قوم (سوریانو) څخه په خپل لښکر کې استفاده وکړه. د شنسب (فخر الدین)اولاده، امیر پولاد، امیر کروړ او نورو سوري شاهان چې د تخارستان، غور، هرات او خراسان په غرونو او رغونو کې يې پاچاهي کوله د خپلې حکمرانۍ په وخت کې د غرشاه په نامه یادېدل. د دې امکان هم شته چې غرزوی، غرزي، او غلجي د همدغه څخه نوم اخیستی وي. د غور اکثره سوریان د غزنویانو سره یو لاس شول د غزنویانو په لښکر کښۍ هندوستان ته ولاړل او جګړو په کې یې برخه واخیسته. د غوریانو په دې لښکر کښۍ کې (چې د څو ملیتونو څخه جوړ وو) د قدرت خاوندان شول او نسل یې تر هندوستان پورې ورسېد. اوس د پښتون د ملیت شاخې ډېرې شوېدي او د افغانستان، پاکستان، او هندوستان په ګوټ ګوټ کې موجود او مېشته دي». (کریم پوپل، افغان، د مشعل وېب پاڼه).
د پښتنو قومونو د رېښې په هکله په فېسبوک کې زما یو ملګري پوښتنه وکړې: پوښتنه: «ځینې پښتانه په خپله دا ادعا کوي چې موږ د بني اسراییلو قوم څخه یو او د دوی دا ادعا د یو کتاب په اساس ده چې تاریخ خورشید جهان نومېږي …زموږ معاصر لیکوالان، پښتانه اریایي معرفي کوي په دې دلیل چې د ژبپوهنې د علم په اساس په پښتو ژبه کې عبري (هبرو) لغات نشته، دا په داسې حال کې چې اریایي کلمات پکې ډېر دي، که ممکن وي د دې مسئلې د رد یا منلو په اړه یوه مقاله ولیکئ.» (عبدالله حبیب سرحدي)
حقیقت دا دی چې پورته ذکر شوې ادعا د موجوده تاریخي، مهاجرتونو، او نور جنیتیکي معلوماتو سره مطابقت نه لري چې لاندې پرې غږېږم:
لومړۍ – داسې کسان د مذهبي عقایدو په اساس د قیس عبدالرشید او خالد نومونه چې اصلا په خراسان کې د عربو قوماندانان وو، کله چې جګړه ختمه شوه او د دوی ماموریت سرته ورسېد، نو دوی د پښتنو په سیمه کې مېشت شول، په همدې سیمو کې یې د پښتنو سره ودونه وکړل او عربستان ته د بېرته تګ څخه یې انکار وکړ چې د دوی څخه خپل نسلونه پاتې دي، چې په عقیده وي لحاظ ځينو په اشتباه د پښتنو سره د خالد چې یو مشهور قوماندان وو نسل یو ګڼي چې دا بی بڼسته ادعا د بنی اسرایلو سره د پښتنو د ارتباط په دې اساس ولاړه ده (تاریخ فرشته، میر ابولقاسم فرشته) .
دوهم- په تېرو کلونو کې جینیتیکي څېړنو ( سلول پېژندنه) د پښتنو موجودیت د سند په ټوله سیمه کې، او د هند او پاکستان په شمال کې په تېرو زرګونو کلونو کې تثبیت کړی. د غور د غرونو څخه تر چترال او بلوچستان پورې د پښتنو قومونه مېشت دي. جینیتیکي څېړنو د پښتنو د نیکونو قرابت د سند او د هند او پاکستان شمال سره ثابت کړی دی. دا خلک حد اقل د دولس کلونو را هیسې یانې د کرکیلې د پیل څخه په دې سیمه کې مېشت دي.
درېیم – د پښتنو نفوس په پاکستان او افغانستان کې د پنځوس میلیونو څخه ډېر دی او د لس میلیونو څخه ډېر نور پښتانه په نورو هېوادونو لکه هندوستان، ایران، متحده عرب امارات، او د نړۍ په نورو هېوادونو کې مېشته دي. په دې حساب د پښتنو نفوس د نړۍ په سطحه تر شپېتو میلیونو اټکل کېږي. دا په داسې حال کې چې د ټولو یهودانو نفوس په اسرایلو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پنځلس میلیونو څخه کم دی. دا څنګه امکان لري چې د دوی یوه وړه څانګه د دوی څخه پنځه ځلې اضافه نفوس ولري. او په تاریخی کتابو کې هم لیکل شوي ندي چې د مصر او فلسطین څخه د خلکو لویې کتلې د هلمند د سیند یا اباسین سیند حوزې ته مهاجر شوي وي.
څلورم- تر کوم ځایه چې تاریخ ښکاره کوي، پښتنو او غوریانو د اسلام دین او دري ژبه د هند شمال ته یوړله او په ۱۲۲۰ ز کال کې لومړنی پښتون واکمن، سلطان جلال الدین (چې د جلال اباد ښار د ده په نامه دی)، په هندوستان کې واک ته رسېږي، د اسلام د ظهور څخه وروسته یانې د ۶۰۰ کلونو څخه په لږ وخت کې. دا په خپله دا ښکاره کوي چې د پښتنو قومونه د نفوس، ژوند او اوسېدو د سابقې له لحاضه او د هلمند او سند سیند تر منځ سیمه کې د سیاسي نفوذ له لرلو څخه چې تاریخي قدامت او لرغونی تاریخ لري دوی ته په هندوستان کې د حکومت جوړونې امکان ورکړ.
پورته دلایلو ته په کتو سره پښتاته اسرایل ګڼل یا د اسرایلو هجرت له منځني ختیځ څخه دې سیمو ته کوم علمي بنسټ نه لري.
پنځم- ځینې څېړونکي، لکه احمد علي کهزاد او ارغندیوال، په دې باور دي چې د اسد طوسي ګرشاسپ نامه او د فردوسي طوسي شاهنامه اسطوره یزقهرمان «ګرشاپ» همغه د پښتون افسانوي څېره «غرغښت» دی. د دې سربېره دوی دا هم مني چې د زرنج صفاریان هم د پښتون قوم څخه وو.
دا یوه تصادفي خبره نه ده چې زموږ په مېشته سیمو کې پښتنو دولتونو د مغولي، صفوي، او نادر افشار د حاکمیتونو ځای ونیو. دوی پدې سیمه کې د افغانستان د دولت د جوړېدو تر مخه، د ټولو نه لویه قومي کتله وه. په هندوستان کې یې د څلورسوه کالو څخه ډېر حکومت وکړ او د دوی حکومتونه د غلجیانو څخه تر لودیان او سوریانو، د بنګال څخه تر کابل او کندهار پورې حاکمیت درلود. دا پښتانه وو چې د غوري نظاميانو تر عنوان لاندې یې د هند په شمال کې اسلام ته پراختیا ورکړه.
پښتنو په هند کې د مالیاتو غوره سیستم جوړ کړ. د پښتون سلطان شیر شاه سوري وروستی حکمراني، بابر پادشاه د زوی همایون لخوا فارس د صفویانو په ملاتړ ختمه شوله. د هند پښتون حکومتونه د کندهار څخه تر بنګال پورې تجارتي لارې لرلې او په مناسبو ځایونو کې کاروان سرایونه جوړ شول. پښتنو دري/فارسي ژبه چې د خلکو تر منځ د افهام او تفهیم وسیله وه د مختلفو قومونو تر منځ، لکه اردو چې په هندوستان کې وه، د خپلې ادارې رسمي ژبه وټاکله. دوی په هندوستان کې د دري ژبې د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، چې د پښتنو په پیروی وروسته بیا بابري مغولو هم فارسي دري ژبه خپله رسمي ژبه غوره کړه.
پورته ذکر شویو دلایلو ته په کتو سره، د پښتون قوم د بني اسرایلو یوه څانګه ګڼل فرضیه او د منځني ختیځ څخه دې ساحې ته د مهاجرت نظریه، هېڅ تاریخي، ژبني، نفوسي، کلتوري او جنیتیکي علمي بنسټ نلري.
ماخذونه:
i د «تاریخ نامه هرات» لیکوال سیف بن محمد بن یعقوب الهروي (۶۸۱-۷۲۱ه س)، د غلام رضا طباطبایي مجد په بیا تصحیح سره. د تاریخ نامه هرات کتاب په لومړي ځل د محمد زبیر صدیقي لخوا چې د کلکتې په پوهنتون کې د ختیځو ژبو استاد وو د کلکتې په شاهي کتابتون کې د یوازېنۍ پاتې شوې نسخې له مخې نه چې په اتمې هجري پېړۍ پورې ارتباط لري، اصلاح شو او د یو مفصلې سریزې سره په انګلیسي او فارسي ژبو د خان بهادر خلیفه محمد اسد الله په کومک سره په ۱۳۶۲ ه ل کال کې په کلکته کې چاپ شوی. د هغې څخه وروسته غلام رضا طباطبایي مجد لخوا د همدغې دوهم ځل تصحیح شوي متن له مخې دا کتاب په ۱۳۸۳ ه ل کال کې په تهران کې خپور شو.
ii جورج فورسټر، د بنګال څخه انګلستان ته یو سفر د هندوستان د شمالي ساحې له لارې، کشمېر، افغانستان او فارس، روسیې ته د کسپین سیند له لارې، لندن،۱۷۹۸ م.
iii محمد قاسم فرشته ؛ (تاریخ فرشته: تاریخ ګسترش اسلام در هندوستان ) د خپرېدو تاریخ تر ۱۶۱۲م پورې؛، انګلیسي ژباړن د اصلي فارسي نسخې له مخې ۱۶۰۶م د جان برګز لخوا، د مدراس اردو د شرقی هند کمپنی، بیا چاپ د ۲۰۰۶ کال کې، ډهلی.
(د لومری برخی پای)
داکت


