دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان کرېکټ بورډ له سوپرکولا سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ

افغان کرېکټ بورډ له سوپرکولا سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ

ويب ډیسک

افغانستان کرېکټ بورډ د سپورکولا سوداګریز شرکت سره د ملي لوبډلې د کورنیو او بهرنیو مهمو سیالیو د ملاتړ په موخه اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ.

یاد تړون نن د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان او د سوپرکولا د کمپنیو ګروپ عمومي مشر محمد لطیف قناویزیان ترمنځ د هرات ولایت په سوداګرۍ او صنعت خونې دفتر کې لاسلیک شوی دی.

د دغه تړون پر بنسټ به د سوپر کولا شرکت د افغان لوبډلې او سریلانکا تر منځ سیالۍ، د متحده عربي اماراتو پروړاندې لوبې او د ۲۰۲۳ کال اسیا جام لوبو سربېره د کورني کرېکټ مهمې سیالۍ شپږیزې او لېسټ اې مالي ملاتړ کوي.

سوپرکولا تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام کې هم د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ کړی ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه