دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدپښتو ژبي اتل هنرمند عبـــــــدالله مقـــــــــری صېب ژوند او زیارونه

دپښتو ژبي اتل هنرمند عبـــــــدالله مقـــــــــری صېب ژوند او زیارونه

 

لیک محمدنسیم رنځوریار

ژوند په دنیا د اقتیدار ښه ده٭
دغلامي نه سر په دار ښه ده٭

ګرانو لوستونکو د افغانستان د تلویزیونونو او پښتو تلویزیونونو تاریخ دومره پخوانی نه دی ، مګر افغانستان ممکن د نړۍ یوازینی هیواد وي چیرې چې تلویزیون د واکمن وخت سره یوځای په تخته ځړول شوی و.افغان تلویزیون لومړی د جاپان په مالي او تخنیکي ملاتړ سره د1978 کال د مارچ په میاشت کې د آزمایښت برنامې په لاره واچولې. ځکه چې افغان تلویزیون د ولسمشر سردار داود خان د هڅو پایله وه. مګر رسمي افتتاح د 1978 په اپریل کې د ولسمشر نور محمد تره کي لخوا وشوه.شاید واک ته د ولسمشر داود خان د سفر ځینې پاتې شونې په افغان تلویزیون کې خوندي وي. دا چې ، لکه څنګه چې افغان تلویزیون رامینځته شو ، دا د سوسیالیست انقلاب تبلیغاتي ماشین شو او د خپلې لومړۍ او نیمې لسیزې نیمګړتیا یې د دوه مخالف نظریاتو ، سوسیالیزم او مذهبي سیاستونو په شخړه کې تیره کړه.په هرصورت ، له یوې خوا ، د افغان تلویزیون کارمندان نوي وو او له بلې خوا ، ایډیولوژیک توره د دوی په سرونو ځړول شوې وه. که موږ د نور محمد تره کي او حفیظ الامین واکمنو ته وګورو چې په مجموعي ډول له 19 میاشتو څخه ډیر نه و ، موږ ګورو چې د هغه وخت په تلویزیوني برنامو کې درې شیان په نښه شوي. یو دا چې نوي بدلونونه رامینځته شوي وو او د واک د ترلاسه کولو توجیه خلکو ته باید ویل کیده ، نو د افغان تلویزیون 90٪ څخه ډیر وخت دولتي پروپاګند ته ورکړل شو. څرنګه چې نورمحمد تره کی پخپله یو لیکوال او د پښتو لوک مینه وال و ، نو په یوه کال کې د افغانستان تلویزیون د پښتو پښتو سندرغاړو لوی نقشه جوړه کړه. هره ورځ نوي سندرغاړي په تلویزیون کې ترسره کېدله پدې سندرغاړو کې خان قره باغي ، بخت زمینه ، عبدالله مقري ، منګل او نغمه او حیات ګردیزي شامل وو. هسي خو د پښتو موسیقي او سندرغاړو تاریخ او تفصیل ډیر اږد دي زه رازم د خپل سرلیک پرلور چی و لوستونکو ته د خپل وس مطابق د پښتو ژبي اتل او باتور هنر مند عبدالله مقری په باب څه وښیم. دمعلوماتو مرسته راسره د مقری صیب زوي خوشحال خان وکړه. عبدالله مقری د مولوی عبدالوهاب صیب مرحوم زوي اود ملا شال نیکه لمسی دي چی د یو دین داري کورنۍ سره تعلق لرونکي شخصیت وو چي پلار نیکه یې عالمان او پخپله مقری صیب هم د دینی مدرسې زده کونکی پاته سوی دي.مولوی عبدالوهاب په مقر او ګیلان سیمه کی لوی او منل شوی مولوی پاتی شوی دی هغه به هر لمونځ نه بعد خلګو ته د نصیحت نه بعد دا ویل چی “ نور نو څه ووایم یو کافر خلګ دی یو مسلمان خلګ او یو مونګ او تاسی. مقری صاحب له پلاره څلویښت ورځنی یتیم پاتی شوی دی او ډیر غریب او کلیوال وړوکیتوب یی درلود خو د کلی خلګو به ډیر نازولو ځکه چه د مولوی صاحب زوی و. دینی مدرسی کی تر شل کلنی پوری درسونه وویل بیا مسافری ته ولاړ او دینی نعتونه به یی هم ویل همغه وخت کی خپله شاعری هم کوله او بیا یو چا د هغه غګ او شاعری اوریدلی وو او رادیو ته یی معرفی کړ. مقری صیب له ابتدا یه په حجره کي نعتونه ویلې آخر کار د موسیقي ډګر ته د رادیو له لاری را وړاندي سو. مقری صیب خپل د وخت انقلابي سوچ فکر اساساتو لومړی شاعر او بیا یو دردمن پر پښتون وطن مئین سندرغاړي جوړ کړ. خپله داسي اشعار جوړوي چی له ده نه علاوه بل څوک هغه نه سي ترنم کولې په وجه د حقیقت. مقری صیب ویل ما په ابتدا کي اشعار جوړول خو چا نه ویل زه مجبور سوم ما پی شروع وکه. مقری صیب ډیر پر وطن مئین پر پښتو ټینګ بااحساسه با ضمیره او د اعلی کمالاتو خاوند شخصیت وو. ترخه حقیقتونه سپین ته سپین تور ته تورویل د مقری صېب د اشعارو پیژندګلوي ده. ساده ملت پاله مهمان نواز د ستري پردې پاک نفس او کلک هوډ عظم خاوند وو تقریبا چی 70کاله زیات و کم عمر کې ډېر څه وکړل او څلویښت کاله کیږي د پښتون قام او پښتو ژبي خذمت ته ملا تړلې وه.کابل او دوبي کي استېدنه لرله په اصل د غزني ولایت مقر اولسوالي ووچي ډیر غریبان خلګ وه او د ژوند تر ورستیو پوري ښه خوشحاله ژونددرلودي الحمدالله ډیر بااحساسه بچي لري چي د مقری صیب په حق ډیر راست دي مشر زوې يه نصیرالله دوم میرخان دریم خوشحال څلورم خیبر او پنځم پامیردي میرخان چی سندرغاړی دي او يو زوۍ يه پائلټ ده داسي نور چی د مقری صیب شخصي زندګي ځانته یو سرلیک دي زه غواړم چي د مقری صیب پر اجتماعي ژوند څه ولیکم که څه هم ما مقری صیب نه دي لیدلی خو دیرش کاله عمر لرم ډیر په خوند يه نصیحتونه اورم او زما د موسیقي په ډګر کي د خو ښي سندرغاړي دي. مقری صیب په یو رباعي کی وایی

( چاپت کو چاعزت او چا ابرو وشرموله)
( دا بعضو بعضو خلګو خو پښتو وشرموله)

هم له دې رباعي نه تاسي فکر وکړي چی مقری صیب د پښتون افغان او مور پښتو په غم څومره درد من وو. دا داسي وخت دي چی په افغان وطن کي چور او وراني رواني دی خلګ خپل جېبونه ډکوي مګر مقري صیب هر څه تر شاه کړو او د خپل وطن او قام ترجماني تې مخه کړه. انقلابونه. کړاونه. هجرتونه ستونځي تکالیف بدګماني لوږي او تندي دا ټولي مقری صیب وګاللې آخر کي الله هغه مقام ورکي چی نن د هر پښتانه افغان په زړه کي اوسي. بل ځاي وایی

( ګوري ظالمانو نارواته خلګ مجبوره کړل
هرڅه یې تی لوټ که اوس یې غلاته خلګ مجبوره کړل)

دمقری صیب اشعار لکه نصیحت پټ څه نه وه کي د لوي و کم په آسانه سر په خلاسېده. مقری صیب ټول ژوند پر خپل قام او وطن ژړلي دي د ټول پښتانه وطن او قام په موخه د هر باطل سره په جنګ آخته ووپر خپل ملت د اتحاد د وروري او د همدردي فریاد کاوي. مقری صیب د شعر په ژبه د پښتانه قام په ځوانانو کي د حیاء د غیرت او باتوري جزبې ګرمي ساتلي دي په شعر کي وایی

( چی عزت په پیسو پلوري زه هغه سوداګر نه یم)
( چي وهرډهول ته ګډیګي زه هغه بازیګر نه یم)

مقری صیب د پښتو ژبی ساز آواز او کلتور ته حياء او بقاء وروبخښله په نره یې دې ډګر کي د پښتون شمله او پښتوموسیقي زوانه او تانده وساتله.همیشه یه د هغه شاعرانو کلامونه ویلي دی چي په هغې کي درد او پیغام نغښتې وي. او په اشعارو کې 80%اشعار خپل دي چی په بعضوکې نوم وي او په بعضو کې نوم نه وي. یوشعر هم دادي

دقام د بېداری چی څه نظر ورسره نه وي.
ړانده تر هغو ښه وي چي هنر ورسره نه وي.

الله دې پامیل آباد سمسور او ژوندی لري او دده پر ګور دي نور وي او جنت دې ځای وي.ځکه چی دژوندپه روستیو کي مقری صیب سخت ناروغه سو د کابل په یو روغتون کي بستر سو چی د کرونا مرض او د زړه ناروغي ګیر کړی چي پس له ډېره کوښښ او تشخیص څخه هم هلته په حق ورسید پر ګور یې نور ياد یې تل پاتي .
آمین

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه