دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه شمالي وزیرستان کې دوه تنه په ډزو وژل شوي‌

په شمالي وزیرستان کې دوه تنه په ډزو وژل شوي‌

ويب ډیسک

د شمالي وزیرستان امنیتي‌ چارواکي وايي دوه داسې مړي یې موندلي دي چې تر تښتول کېدو وروسته په ډزو وژل شوي‌ او غورځول شوي دي.
د ميرعلي پوليس تاڼې يو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي، د جون پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا کسان په ډوز وژل شوي او مړي یې د ټوچي سيند پر غاړه موندل شوي دي.

د دواړو تعلق د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې د ګنډي چوک سره ښودل کيږي.

د میرعلي ځايي خلکو او امنيتي سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې دغه کسان ولي الله او اميرجان نومېدل چې له څه مودې راهیسې یې په خدي بازار کې د کپړو کاروبار کاوه او تېره شپه تښتول شوي وو.

پولیس وايي په دې اړه پلټنې کوي چې دا کسان چا تښتولي او چا وژلي وو خو زیاتوي چې د نامعلومو کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

چا تر اوسه د دې کسانو د تښتول او وژلو زمه واري نده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ پېښو او په ځانګړې توګه د هدفي وژنو لړۍ دوام لري.

یوازې دوې ورځې وړاندې، د جون پر ۱۷مه هم په شمالي‌ وزیرستان کې د بدامنۍ درې پېښې رامنځ ته شوې وې.

په میرامشاه کې د پاکستاني پوځ يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي‌ وو چې د جون پر ۱۷مه د میرامشا په خیر کلي سیمه کې وسله والو پر سرتېرو ډزې کړې وې چې پکې یو پوځي وژل شوی او یو بل ژوبل شوی وو.

نوموړي زياته کړه چې بلخوا د رزمک ډویژن د دوسلي تحصیل په جامل خیل سیمه کې هم د امنیتي سرتېرو پر ګاډي د سړک غاړې بمي چاودنه شوې چې پکې دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي وو.

په درېيمه پېښه کې د رزمک د یو سکول پر زده کونکو یو لوبډله بم چاودېدلی وو چې پکې د سکول درې زده کوونکي ژوبل شوي دي.

په شمالي‌ وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ دا پېښې پر دې سربېره روانې دي چې تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند اعلان کړی دی.

دا اوربند د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ د هغو خبرو اترو په نتیجه کې شوی چې په پاکستان کې ورباندې سختې نیوکې روانې دي.

پښتانه سیاستوال، د پارلېمان یو شمېر غړي، د بشري حقونو فعالان او په ځانګړې توګه پښتون ژغورنې غورځنګ پر دې خبرو اترو یو شمېر اندېښنې لري.

دوی وايي، پاکستان چې له تحریک طالبان سره خبرې او روغه کوي، نو دا ضمانت به څوک ورکوي‌ چې تحریک طالبان به په سیمه کې له بدامنۍ او وژنو لاس اخلي.

د پاکستاني حکومت او پوځ له خوا تر اوسه د داسې اندېښنو په ځواب کې څه رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی خو حکومت او پوځ دواړو په وار وار ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو له لپاره له ټولو قانون منوونکو ډلو سره خبرې کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه