ويب ډیسک
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وايي چې د افغانستان بېلابېلو ټلوېزیوني شبکو تهیې سپارښتنه کړې چې ښځینه ویاندویانې یې باید د خپرونو پر مهال د حجاب ترڅنګ خپل مخونه هم پټ کړي.
د دغه وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وایي، دا پرېکړهیې ځکه کړې چې خلکو ته د ټلوېزیونونو له لارې د حجاب په اړه عامه پوهاوی وشي.
د طالبانو دا اقدام د یو شمېر ښځینه ویاندویانو له غبرګون سره مخ شوی.
دا طالبانو دا اقدام څومره پر ځای او عملي دی؟
دا محدودیت ښځینه ویاندویانې له کومو ستونزو سره مخ کولای شي؟


