ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره ټلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دواړو لویو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو ترڅنګ د وروستیو پېښو، اقتصادي او دپلوماتیکو مسائیلو په اړه خبرې کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې:”په دغه تلیفوني مکالمه کې په ایران کې د افغان مسافرو او مهاجرو پر عمومي ستونزو، وروستیو پيښو، دوو اړخیزو اړیکو، دیپلوماتیکو استازولیو او دیپلو ماتانو د ښه امنیت، تجارت، اقتصاد او ځینو نورو اړینو موضوعاتو باندي تفصیلي خبري وشوي.”
د بیان له مخې ښاغلي متقي ویلي چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه به په نژدې وختونو کې يو افغان پلاوی تهران ته سفر وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې امیر عبداللهیان له امیر خان متقي سره په افغانستان کې د ایران د دپلوماتیکو نمایندګیو د خوندیتوب او سرحدي سیمو د امنیت په اړه خبرې کړي دي.
ایران ویلي:”د ایران د دپلوماتیکو ځایونو او دپلوماتو د بشپړ امنیت، د پولیو د کنټرول او همدارنګه د دوه اړخیزه تطبیقي تړونونو له مخې د خپلو دوه اړخیزو مکلیفتونو په پوره کې همکاري وکړي.”
دا په داسې حال کېده چې په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو د زورزیاتي په غبرګون کې په افغانستان کې پراخې مظاهرې وشوې.


