ويب ډیسک
د کندهار ولایت په شاولي کوټ و لسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلور ماشومان وژلي دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه چاودنه تیره ورځ د یادې ولسوالۍ د «ګربي کول» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالب چارواکو په وینا ماشومانو په سیمه کې پر هاوان مرمۍ لوبې کولې چې چاودنه یې کړې ده.
پر همدې مهال طالب چارواکو ویلي چې په پکتیا ولایت کې هم په ورته پېښه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د یاد ولایت په «ګردې څېړې» ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د طالب چارواکو په وینا د هاوان مرمۍ له تیرو جګړو څخه پاتې وو چې پر یادو کسانو یې چاودنه کړې ده.
طالبانو همدارنګه ویلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.


