ويب ډیسک
د مخکیني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزی وايي، که په افغانستان کې د اشرف غني حضور اغېزمن وي، نو چمتو دی چې بېرته خپل هیواد ته راشي.
حشمت غني د جرمني له دوېچه وېله سره په مرکه کې ویلي، چې که چېرې د اشرف غني حضور د افغانستان او د خلکو پر ګټه وي نو بېرته راتګ ته چمتو دی.
هغه همداراز ویلي، چې له ځینو کړیو سره په اړیکه کې دی څو هیواد ته د پخواني ولسمشر اشرف غني بېرته راتګ ته زمینه مساعده کړي.
درې ورځې وړاندې ترکیه کې د ISI رئیس اوځینو افغان سیاسي مشرانو د کتنې تر خبرونو وروسته ویل کیږي چې پاکستان هم بېرته هیواد ته د اشرف غني راتګ ته لار هواروي.


