یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيفضل حق فاروقي یو وار بیا په نړیوال شل اوریز لیګ کې...

فضل حق فاروقي یو وار بیا په نړیوال شل اوریز لیګ کې ښه ځلېدلی

ويب ډيسک

د افغانستان د ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د عربي متحده اماراتو په ” انټرنیشنل شل اوریز لیګ” کې ښه توپ اچونه کړې ده.

نوموړی چې د ” مای امارات” په لوبډله کې لوبیږي، په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړي دي او ۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.

ښاغلی فاروقي اوس مهال د نړیوال شل اوریزه لیګ د توپ اچونکو په کتار کې تر ټولو مخکې دی چې په ۴ سیالیو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي تر دې وړاندې هم په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

په یاده لوبډله کې له فاروقي سره دوه نور افغان لوبغاړي وقار سلامخیل او الله محمد غضنفر هم لوبه کوي.

د ویلو ده چې اوس مهال ګڼ شمېر افغان لوبغاړي په درې مهمو سوداګریزو لیګونو کې لوبیږي چې ټولو تر دې دمه ښې لوبې کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه