اسلام مخاچف خپل برازیلي سیال ته د لوبې په لومړي پړاو کې ماتې ورکړه

0
290

ويب ډيسک

 

د ازادو مبارزو لوبغاړي اسلام مخاچف چې د روسیې اړوند د داغستان اوسېدونکی دی نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه خپل برازیلٍي سیال رناټو مویکانو ته ماتې ورکړه.

 

دغه سیالي چې د یو اف سي سازمان د ۳۱۱مې دورې اړوند وه، د امریکا په کالیفورنیا کې ترسره شوه چې اسلام مخاچف وکړای شول د لوبې په لومړي پړاو کې خپل سیال مویکانو ته ماتې ورکړي او د څلورم ځل لپاره په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د اتلولۍ له کمربند دفاع وکړي.

 

په پلان کې وه چې دا سیالي د اسلام مخاچف او د ارمنستاني لوبغاړي تسوروکیان ترمنځ ترسره شي، خو د لوبې له نېټې یو ورځ وړاندې د نوموړي د نه حاضرېدو له امله برازیلی مویکانو لوبې ته تیاری وښود.

 

همدارنګه په دې ورځ د داغستان بل لوبغاړي نورمګمدوف له ګرجستاني سیال ماته وخوړه.