چين : هيله ده، افغانستان په نړيوالې ټولنې کې ژر ګډون وکړي

0
88

ويب ډیسک

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي

جيان د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان له سرپرست

حکومت وغوښتل، چې د نړيوالې ټولنې غوښتنې پر ځای او غوره اقدامات وکړي او په

نړيوالې ټولنې کې دې ژر ګډون وکړي.

يوه خبريال د يادې مطبوعاتي غونډې په ترڅ

کې له جاو لي جيان څخه وپوښتل، چې طالبان د چين ملاتړ غواړي، څو حکومت يې د نړيوالې

ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي، چين په دې اړه څه نظر لري.جاو لي جيان د

خبريال يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د افغانستان لنډ مهاله حکومت له جوړېدو

راهيسې په بهرنيو چارو لګيا دی او ځينو هېوادونو هم ورسره تماسونه نيولي دي.چين

له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان ملي حاکميت، يووالي او د خاورو تماميت ته

بايد په درناوي له افغانانو ملاتړ وکړي، څو دوی د خپل هېواد له واقعي حالاتو سره سم

د دايمي ثبات د ساتنې او د پرمختګ د هڅونې لاره پيدا کړي.جاو لي جيان زياته

کړه، چې چين د افغانستان له لنډمهاله حکومت غواړي، چې د نړيوالې ټولنې غوښتنې پر

ځای او يو پرانيستی او ټولشموله سياسي سيستم جوړ کړي، معتدلې کورنۍ او بهرنۍ چارې

دې غوره کړي، د ترهګريزو ډلو پر وړاندې دې ټينګه مبارزه وکړي، له بهرنيو هېوادونو،

په تيره بيا ګاونډيو هېوادونو سره دې ښې اړيکې وساتي او په نړيوالې ټولنې کې دې ژر

ګډون وکړي.