ويب ډیسک
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان ته د نوي ۶ میلیارده ډالره قرضونو ورکولو لپاره پنځه شرطونه ایښي دي
پاکستاني چارواکو ويلي، چې دوی د آي ایم ایف سره نور ټول مسایل حل کړي دي او هغوی له دوی د پنځه شرطونو د پوره کولو غوښتنه کړې څو دوی د پاکستان په اړه غونډه را وغواړي.
چارواکو زیاته کړې، چې دغه شرطونو کې د پاکستان مرکزي بانک قانون کې تعدیلات راوستل؛ د مالیاتو څخه د معافیت استثنا ختمول او په انرژۍ (برېښنا او داسې نور) تعرفې لوړول شامل دي.
چارواکو ویلي، دي چې حاضره یې د انرژۍ په برخه کې تعرفې لوړې کړي دي او د مالیاتو څخه د معافیت استثنا ختمول او پاکستان مرکزي بانک استقلالیت اړوند اقدامات به د را روان کال فرروي او مارچ میاشتو پورې وشي.
شوکت ترین په وینا کله چې پاکستان دغه شرایط پوره کړي نو پاکستان ته د قرض ورکولو په اړه به د آی ایم ایف د بورډ غونډه راوبلل شي.
ډان ورځپاڼه وايي چې آی ایم ایف د پاکستان څخه غوښتي چې یو تریلیون او ۷۰ میلیارده کلدارې مالیاتو معافیت ختم کړي.


