دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهالجزیره راپور :امریکا په مستقیم ډول د ایران پر ضد پوځي اقدام...

الجزیره راپور :امریکا په مستقیم ډول د ایران پر ضد پوځي اقدام کوي.

ویب ډیسک

الجزیرې راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې ښيي، چې امریکا په مستقیم ډول د ایران پر ضد پوځي اقدام کوي.

 

راپور وايي، چې ولسمشر ټرمپ تېر ماښام د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره اوږدې خبرې کړې دي که څه هم د دې خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

 

دا له هغې وروسته ده چې ټرمپ له جي اوو سرمشریزې له ترک کولو وروسته ۹۰ دقیقې د امریکا ملي امنیت شورا او نورو لوړپوړ امریکايي چارواکو سره ناسته کړې ده.

 

ټرمپ په تېرو څو ساعتونو کې د ایران په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

 

هغه وویل خلک دې تهران ترک کړي؛ اوربند نه، بلکې بنسټیز حل یې هدف دی؛ خامنه ای په نښه کولای شي خو نه غواړي او ایران کې یې د بدو پېښو کېدو ترڅنګ د بشپړې تسلیمۍ غوښتنه وکړه.

 

وړاندې راپورونه خپاره شول، چې امریکا خپلې جنګي الوتکې سیمې ته انتقالوي.

 

الجزیره وايي، له ټولو نښو نښانو داسې ښکاري چې اوس مهال ټولې ډیپلوماتیکې هڅې او د تړون خبرې بندې شوې دي او داسې ښکاري چې ټرمپ ښایي د کوم ډول پوځي اقدام پر لور روان وي.

 

د ایران تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، ولسمشر مسعود پزیشکیان هم نن سهار د خپلې کابینې غونډې مشري کړې، خو د ناستې جزییات نه دي شریک شوي.

 

ایران له دې وړاندې ویلي، چې پر دې هېواد د اسراییل برید د امریکا په اجازه او خوښه ترسره شوی او که امریکا پر ایران مستقیم برید وکړي، سیمه کې به یې پوځي اډې په نښه کړي.

 

# #Iran #Israel #US #DonaldTrump @UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه