ويب ډیسک
په کونړ کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د نفرایټ په نوم قیمتي ډبرې د یوه کان قانوني استخراج پيل شو. د دوی د اټکل له مخې به ۲میلیارده او ۶۳۰ میلیونه افغانۍ عواید ترې تر لاسه شي.
د رپوټونو له مخې پخوا طالبانو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د غیر قانوني کان کیندنو له لارې عاید ترلاسه کاوه.
د کونړ له پاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد وايي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې پروت د نفرایټو دغه کان یوه خصوصي شرکت ته د پنځو کلونو له پاره په قرارداد ورکړل شوی چې په پنځو کالو کې به ترې ۱۰۰۰ ټنه نفرایټ قیمتي تېږه راویستل شي.
د دوی د معلوماتو له مخي د دغه کان د قانوني استخراج په جریان کې به ګڼ شمېر ولسي خلکو ته کاري موکې هم برابرې شي.
د کونړ د کانونو او پترولیم ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کانونو شپږ بلاکونه شته چې ډېر ژر به د دوو نورو قانوني استخراج پیل شي.
کرومایټ او نفرایټ قیمتي ډبرو کانونه د کونړ په خاص کونړ او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالیو او نیږدې غرنیو سیمو کې موجود دي. د تېر جمهوري حکومت پر مهال د دغو کانونو د ناقانونه استخراج او پاکستان ته د قاچاق رپوټونه هم ورکړل شوي.
په همدې حال کې ځینو چینايي سوداګرو په ختیځو ولایتونو، خصوصاً ننګرهار کې د قیمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړی دی.


