کابل ښار د څلورمي امنيتي حوزې اړوند “پروان سي” سيمه کې ماين چاودنه شوې ده٠

0
99

ويب ډیسک

يو شمير عيني شاهدان وايي چې نن مازديګر د کابل ښار د څلورمي امنيتي حوزې اړوند “پروان سي” سيمه کې ماين چاودنه شوې ده٠

ويل کيږي چې دغه چاودنه د ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد پر موټر شوې ده٠

د عيني شاهدانو په وينا نوموړى له دغه چاودنې څخه ژوندى وتلى او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوى دى٠

تر دامهاله کابل کې د طالبانو امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي٠
د دغه چاودنې مسٶلي کومې وسله والې ډلې نه دى منلى٠