دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني وايي ګاونډي هېوادونه به تر ۶ میلیونو افغان کډوال اخراج...

اشرف غني وايي ګاونډي هېوادونه به تر ۶ میلیونو افغان کډوال اخراج کړي

ویب ډیسک

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ د پیل په تړاو په ځانګړي پیغام کې خبرداری ورکړ، چې شونې ده ګاونډي هېوادونه به تر ۶ میلیونو افغان کډوال اخراج کړي.

 

ولسمشر غني د افغان کډوالو لپاره ځانګړي شوي پيغام کې وايي، ایران او پاکستان چې له کلونو راهیسې یې له افغان کډوالو اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګټه اخیستې، اوس یې پرېکړه کړې چې کډوال شړي.

 

نوموړي د تېرو پودکاستونو لړ کې هم خبرداری ورکړی و، چې کډوالي نړۍ کې په یوې لویې ننګونې بدلېدونکې ده او اوس یې ټینګار کړی، چې «هېڅ هېواد نور کډوال نه غواړي؛ نه ګاونډیان او نه نور هېوادونه».

 

ولسمشر وايي: «د کډوالو ضد فضا د یوه نوي نړیوال فرهنګ بڼه اخیستې ده».

 

له پاکستان وروسته چې د افغان کډوالو د اخراج پراخې لړۍ یې پيل کړې، ایران پرېکړه کړې، چې سلګونه زره افغان کډوال به داسې مهال وباسي، چې هېواد په ناوړه اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو شرایطو کې دی.

 

ولسمشر وايي، ایرانیانو ته افغانستان پخوا لویه د شیدو غوا وه. وايي ۵۰ کاله مو مفته اوبه ورکړې چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي، خو نن افغانان د ټولو اصولو خلاف په ناوړه شرایطو کې افغانستان ته جبراً اخراجوي.

 

ولسمشر د کډوالو سرپناه، خوړو، روغتیا او ښوونې ته د لومړیتوب په توګه پر رسېدو د ټینګار تر څنګ خبرداری ورکړی، چې د راتلونکي ژمي په لومړیو مرحلو کې به د کډوالو اکثریت کورنۍ د خوړو له سختو ستونزو سره مخ شي.

 

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت سربېره چې ټینګار لري، د کډوالو لوی شمېر ورتګ له ننګونو سره مخ کړي، ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې دا به د هېواد لا له وړاندې بحراني وضعیت نور یې بې ثباته کړي.

 

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې ایران په تېرو ۶ میاشتو کې څه باندې ۷ سوه زره افغانان اخراج کړي، چې تر ټولو زیات شمېر یې د جون له نیمايي تر روانې جولای میاشتې پورې دی.

 

ورته مهال ولسمشر غني د کډوالو د منظم او بریالي مدیریت لپاره پراخه ملي اجماع اړینه وبلله، څو تر ۶ میلیونو افغانانو ستنېدل د فرصت پر ځای پر یوې لویې فاجعې بدل نه شي.

 

ولسمشر زیاته کړې:

«موږ باید ځواب پیدا کړو چې څه وکړو او څنګه عمل وکړو، څو دا بحران بشري فاجعه ونه ګرځي، بلکې برعکس، په یوه ستر فرصت بدل شي – داسې چې د افغان ولس حیثیت، ملي اراده او یووالی نړۍ ته وښيي».

 

ولسمشر وايي، افغانان باید لاس یو کړي او کډوالو ته خپلې غېږې خلاصې کړي. هغه باور لري چې دا یو لوی فرصت باندې بدلېدونکې لړۍ ده، خو که په منظم ډول مدیریت شي او له ظرفیتونو یې کار واخیستل شي.

 

ښاغلی غني افغان کډوالو سره د نړیوالو مرستو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بنسټونو له لوري یقیني نه بولي ځکه ټينګار لري، چې دا له مالي تمویل کمښت سره مخ دي او بې اعتباره شوي هم دي.

 

ښاغلی غني وايي، پر پردیو تکیه باید پای ته ورسېږي او د ملي وحدت په ټینګښت، مشروعیت او افغانستان له پراخې نړیوالې انزوا په راوتلو سره باید ټول افغانان په برابر ډول ۲۰۴۷ کې تر پراخ ملي وحدت لاندې هوسا ژوند ولري.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه