پښتو جرنل
د بلوچستان ایالت قلات والسوالۍ ته نېږدې نيمراغ کراس سیمه کې پر مسافر وړونکې کوچ د ډزو له امله ګڼ شمېر مسافر ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، یاده مسافر وړونکې کوچ له کراچۍ څخه کویټې ته روانه وه چې د قلات په سیمه کې پرې ډزې وشوې، چې له امله یې مسافر ټپیان شوي دي.
پولیس وايي، ۱۰ ټپیان د والسوالۍ روغتون قلات ته لېږدول شوي، چې پکې د ډېرو حالت نازک ښودل شوی دی.
سرچينې وایي، په کوچ کې شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ پورې مسافر سپاره وو، خو کره شمېره لا معلومه نه ده.
تر دې مهاله کومې ډلې د برید مسوولیت په غاړه نه ده اخیستی
بل لور ته د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد هند وایي چې د قلات د په سیمه کې له کراچۍ نه کویټې ته روانې مسافر وړونکې کوچ باندې د ډزو پېښه رامنځته شوې ده.
په دې خواشینونکي پېښه کې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. د امنیتي ادارو، ضلعي انتظامیې او ریسکیو ټیمونو سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي
په ډي ایچ کیو روغتون قلات کې بیړنی حالت نافذ شوی دی، او امنیتي ځواکونو سیمه کلا بنده کړې او د لټون عملیات روان دي.


