دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کرکټ بورډ دوه پخواني غړي چې غوښتل یې برتانیه کې پاتې...

افغانستان کرکټ بورډ دوه پخواني غړي چې غوښتل یې برتانیه کې پاتې شي بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

ویب ډیسک

د افغانستان کرکټ بورډ دوه پخواني غړي چې غوښتل یې برتانیه کې پاتې شي بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې بیرته را ستنو شوو کسانو د بورډ له عمومي رئیس میرویس اشرف سره لیدلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د روغتیايي برخې مسؤل ډاکتر صفت الله وردګ او د دغه بورډ ویډیو انالست شیرالله افغان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ویست انډیز نړیوال جام وروسته هیواد ته د ستنېدو پر مهال په برتانیه کې پاتې شوي و.

د راپورونو له مخې یاد کسان چې شمېر یې څلورو تنو ته رسېدی په هغه هیواد کې د پناه اخیستلو غوښتنه یې کړې وه.

“شیر الله افغان او ډاکټر صفت داسې وایی پدې وروستیو کې موږ د یو سفر په ترڅ کې انګلستان کې پاتې شوي و غوښتل مې چې هلته ژوند پیل کړم. اما پرېکړه مې بیرته بدله شوه ومې غوښتل چې بیرته هېواد ته راستون شم او خپل ګران افغانستان ته خدمت وکړم.”

یادو کسانو پخپل ویډیويي پیغام کې ویلي چې د کرکټ بورډ رئیس بیرته په دغه بورډ کې د بیا ځلې دندې ډاډ ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه