ويب ډیسک
په کندهار کې د شعیه ګانو په جومات کې چاودنه شوې
د معلوماتو له مخې په کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې دننه چاودنه شوې ده. د فرانسې خبري آژانس خبریال هم دغه چاودنه تائيد کړې ده.
ویل کیږي چې چاودنه د کندهار ښار دننه د ګڼه ګوڼې په یوه سیمه کې شوې ده. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي هم د چاودنې پخلی کړی دی خو د تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.
تر دې یوه اونۍ وړاندې هم په کندز ولایت کې د شعیه ګانو په جومات کې چاودنه شوې وه چې پکې په لسهاوو کسان وژل او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي وو.


