یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوژل کېدو د خبرونو په غبرګون کې، وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل...

وژل کېدو د خبرونو په غبرګون کې، وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل ژوندی کېدو د ثبوت لپاره یوه ویډیو خپره کړي

ویب ډیسک

ایراني برید کې د خپل وژل کېدو د خبرونو په غبرګون کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اړ شو چې د خپل ژوندی کېدو د ثبوت لپاره یوه ویډیو خپره کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې نتنیاهو لیدل کېږي چې په یو کافه کې قهوه اخلي.

نتنیاهو په عبري ژبه خبرو کې د خپل مرګ خبرونه رد کړل او ویې ویل: «زه خو د قهوې لپاره مړ شوی یم.»

هغه وویل چې خلک چې اوسني حالات څنګه زغمي، پر دې یې ویاړ دی.

د اسراییلو لومړي وزیر په ویډیو کې خپل دواړه لاسونه هم پورته کړل څو وښيي چې د ده ټول لس ګوتې دي، ځکه په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې وه چې ګواکې د ده په یو لاس کې شپږ ګوتې ښودل کېږي او هغه ویډیو جعلي بلل شوې ده.

نتنیاهو وویل چې د اسراییلو اوسېدونکي کولای شي د تازه هوا لپاره له خپلو کورونو ووځي، خو باید د پناه ځایونو ته نږدې پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځینو لیکنو ادعا کړې وه چې د ایران د توغندیزو بریدونو په پایله کې د اسراییلو لومړی وزیر وژل شوی دی. خو وروسته د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر دا خبرونه اوازې وبللې او ویې ویل چې نتنیاهو روغ او خوندي دی.

بلخوا د ایران د پاسداران انقلاب ځواک د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ته د لټولو او وژلو ګواښ کړی دی.

پاسداران انقلاب ویلي چې که نتنیاهو تر اوسه ژوندی وي نو دوی به یې تعقیب کړي. دوی زیاته کړې چې د صهیونیستانو قدمونه لړزېدلي دي او په اسراییلو کې د امبولانسونو نه درېدونکی غږ د دوی د بریا نښه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه