دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري‌ ملتونه: افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک سختې لوږې سره مخامخ دي

ملګري‌ ملتونه: افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک سختې لوږې سره مخامخ دي

ويب ډیسک

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر، چې قحطۍ ته په نژدې شرایطو کې ژوند کوي، ۸.۷ میلیون ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان (ډبیلو اف پي) د راپور په اساس دا شمېر د روان کال د شمېرو په پرتله درې میلیون زیات شوی دی.

ملګري ملتونه وايي دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیون خلک، چې د هېواد څه باندې ۶۰ فیصده نفوس کیږي، لوږه ګالي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د کال تر پای پورې به د افغانستان ۹۷سلنه خلک د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان همدغه راز ویلي‌ دي‌ چې د روان کال تر پای پورې به ۳.۲ میلیون افغان ماشومان په سختې او جدي خوار ځواکۍ (سو تغذیه» اخته شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو، وچکالۍ،‌ غربت او اقتصادي ستونزو له کبله ۳.۵ میلیون افغانان په خپل کې وطن کې دننه بېځایه شوي دي.

په دوی کې یې ۵۰۰زره هغه کسان دي چې د طالبانو له راتګ وروسته له خپلو سیمو نورو سیمو ته بېځایه شوي‌دي.‌

په کابل سربېره د هرات په ولایت کې هم یو شمېر بېځایه شویې کورنۍ په پارکونو او د سړک په غاړې کې ژوند کوي.

د بادغیس ولایت څخه یوېه بې ځایه شوې میرمن ګل عذار اسوشیتډپرس ته ویلي: «موږ د خوراک لپاره هېڅ نلرو. په بد وضعیت کې ژوند کوو. اوبه نشته او زموږ ماشومان کور په کور ګرځي چې اوبه پیدا کړي. موږ بې کوره یو.»

د یوې بلې بېځایه شوې کورنۍ مشر جان محمد هم د ژوند له کړاوونو سر ټکوي. دی چې د پنځو ماشومانو پلار دی وویل: «موږ د سګرټ استعمال شوې قطۍ او له کثافاتو څخه نور توکي راټولوو چې اوربل کړو او ځان ګرم وساتو. ځینو خلکو او تجارانو د وریجو مرستې وکړې او خپل اولادونه مو ماړه کړل.‌ ډېر کله موږ یوازې په چای او وچې ډوډۍ وخت تېروو. موږ نه پېسې لرو او نه د ژوند کولو لپاره نور مواد.»

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره په وخت مرستې ونشي، د ژمي په راتګ سره به یې ستونزې نورې هم زیاتې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه