د بيبيسي د راپور له مخې، د افغانستان واکمن حکومت په ټول هېواد کې د دغه رسنیز بنسټ د اېفاېم راډیو خپرونې ځنډولې دي.
بيبيسي د سېشنبې د اکتوبر په ۱۳مه ورځ ویلي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره له افغان چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د بيبيسي ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د کره خبرونو او معلوماتو لپاره پر دغه رسنیز بنسټ تکیه کوي او دوی هڅه کوي چې د افغان چارواکو په همکارۍ دا ستونزه هواره کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند حبیب غفران ویلي، چې د بيبيسي فعالیتونه د «پرلهپسې سرغړونو» له امله په لنډمهاله توګه ځنډول شوي دي.
نوموړي د دغو سرغړونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.


