ویب ډیسک
م.م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په ژنيو کې وويل، چې دا وېره او شونتيا شته، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان شي او پرځېږي، نو نړيواله ټولنه دې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د افغانستان د بشري حالاتو په باب لوړپوړي غونډه کې وويل، چې اوس په افغانستان کې د عامو خدمتونو سيستم د سقوط په حال کې دی، يو پر درې افغانان له لوږۍ سره مخامخ دي او ښايي ګڼ شمېر وګړي د سپتمبر له پای مخکې خوراکي توکي و نه لري.
افغانانو ته د حبوباتو او بنسټيزو طبي خدمتونو د برابرولو لپاره د م.م او د بشري حقوقو د ساتنې سيستم هڅې روانې دي.


