ویب ډیسک
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ حجم شاوخوا يو مليار (۱٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰) ډالرو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، افغانستان پاکستان ته د ۲۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، او له پاکستانه یې د ۷۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
له افغانستانه پاکستان ته صادرېدونکي توکي پکې پټی، سکاره، ټالک، ممیز، مېوې او سبزيجات شامل دي. بل لور ته، افغانستان له پاکستانه خوراکي توکي، صنعتي توکي او نور اړین محصولات واردوي.
که څه هم افغانستان او پاکستان له جغرافیوي پلوه طبیعي سوداګریز شریکان دي، خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان له لوري پر افغان سوداګرو ځینې محدودیتونه او ستونزې لګول شوي، چې له املهیې سوداګریزې اړیکې اغېزمنې شوې دي. دغه خنډونه نه یوازې د سوداګرۍ بهیر ورو کړی، بلکې د سوداګرو باور یې هم زیانمن کړی دی.
افغان سوداګر وايي که پاکستان سوداګري له سیاست څخه جلا وساتي، پر افغان توکو ګمرکي مالیې راکمې کړي، او د پولو پر ګمرکي مرکزونو د ګډو آسانتیا برابروونکو کمېټو جوړولو ته ملا وتړي، نو دوه اړخیزه سوداګري به په څرګنده توګه لوړه شي. افغانستان له پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره د تورخم، غلام خان، او چمن (سپین بولدک) له پوله تېرېدونکې لارې، او همدارنګه د کراچۍ او واګه بندرونه د ترانزیټ لپاره کاروي. خو ډېر کله افغان سوداګر په دغو بندرونو کې له بېلابېلو خنډونو سره مخ وي، چې له املهیې د مالونو لېږد ځنډېږي او سوداګریز فعالیتونه متأثر کېږي.
که څه هم اوسني ارقام د سوداګرۍ له پلوه یو مثبت اشاره ګڼل کېږي، خو سیاسي مسایل، د ترانزیټ خنډونه او پولي پېچلتیاوې لا هم د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه جوړوي. که دواړه هېوادونه د سوداګرۍ د سیاسي اغېزو نه د خوندي کولو په اړه جدي هوکړې ته ورسېږي، نو سوداګري څو چنده ډېره کېدای شي.
دواړو هېوادونو ترمنځ د يو مليار ډالرو سوداګري ته رسېدل یو مثبت پرمختګ دی. که پایداره پالیسۍ غوره شي، خنډونه لېرې کړل شي، او سوداګرو ته باور ورکړل شي، نو دا حجم څو چنده لوړېدلی شي. دا وخت دی چې سوداګري د شخړو پر وسیله نه، بلکې د سیمې د ثبات، سوکالۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره یوه وسیله وګرځول شي.


