تحليل: عبدالرحمن ثاقب
د پاکستان جوړیدو نږدې اتمه لسیزه پوره کیدونکی ده خو لاهم په دغه هیواد کې پښتنو سیاسي رهبرۍ په تکامل سفر پرمختګ کوي، د ۲۱مې پیړۍ هغه دور چې نړۍ پر ساينسي موندلو کې بوخته ده خو لاهم په پاکستان کې میشت پښتانه په بیلابیلو سیاسي ګوندونو کې خپلې ایډیولوژۍ لټوي.
په پاکستان کې دویم زیات نفوس لرونکي ژبه پښتو ده، په خیبر پښتونخواه کې له ټولو زیات پښتانه دی، په دغه صوبه کې پاکستان له جوړېدو پیل راهیسې دوه مخکښ ګوندونه چې پښتانه رهبران یې رهبرۍ کوي، لومړي عوامي نيشنل ګوند ده او دويم یې جميعت علمای اسلام (ف) د مولانا فضل الرحمن مذهبي ګوند ده، بله صوبه چې پښتانه پکښې زیات شمېر شتون لرې هغه بلوچستان ده، دلته هم دغه دوه ګوندونه شتون لرې خو دلته بیا د محمود خان اڅکزی ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایډیولوژۍ تر نورو پر مخ کې ده.
پوښتنه دا ده چې د دغو ګوندونو لاسته راوړنې کومې دي؟
لکه څنګه چې ما اول درته وویل، د پاکستان جوړیدو اتمه لسیزه پوره کیدونکی ده، پښتانه په دغو ګوندونو کې یو پر بل خپلې ایډیولوژۍ ثابتوي، خو شاته په کتو هېڅ تراوسه ښکاره نه دي ثابت شوي چې دغو ګوندونو پښتنو لپاره یاهم د پښتنو سیمو لپاره څه کړي دي؟ د پاکستان له جوړېدو وروسته لومړي صنعتي مرکز د پنجاب صوبه جوړه شوه او له دغه سره سم سندھ صوبه کې بیا کراچي ښار د پاکستان لومړي صادراتي ښار جوړ شو، خو برعکس د پښتنو ميشتو دواړو صوبو کې تراوسه کوم پرمختګ نه ليدل کېږي.
په پاکستان کې له ټولو زیات او معیاري کچه پوهنځ مرکزونه په دوو صوبو کې دي، لومړي پنجاب او دویم یې سندھ ده، له دې سره سم پنجاب ترټولو زیات د ځمکې کښت حاصلات لري، سندھ په دویمه درجه کې راځي.
په پاکستان کې د پښتنو ځمکې غرنۍ سيمو کې دي، او له یوشمېر قدرتی وسایلو ډکې دي، د پښتنو سیاسي رهبران آن دومره قدرت نه لرئ چې په دغو وسایلو خپله واکمني وښیي.
له ټولو مهمه موضوع یې بیا ترهګري ده، په پاکستان کې د څلورو صوبو څخه پر دوو صوبو؛ خیبر پښتونخواه، بلوچستان کې ۹۰ سلنه ترهګریز بریدونه کېږي، او په نورو دوو صوبو کې لکه سندھ، پنجاب کې یوازې ۱۰ سلنه ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږی، دغو ګوندونو تراوسه دا نه ده روښانه کړي چې د ترهګریزو فعالیتونو اصل موضوع څه ده او ولې يوازې په پښتنو ميشتو سيمو کې شته! او نه هم د تر اوسه پښتنو ته روښانه کړي چې له دې سره څنګه مبارزه وکړي.


