ویب ډیسک
د افغانستان بانک وایي، نن د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو یوې برخې په توګه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته ورسېده.
د دغه بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې اونۍ په اوږدو کې دا د نغدو پیسو دويمه کڅوړه ده.
تېره اونۍ هم افغانستان ته د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو دوه نورې کڅوړې رارسېدلې وې چې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوې.


