ويب ډیسک
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د کابل په عامه پارکونو کې د طالبانو لخوا د ښځو پر ورتګ بندیز په هېواد کې د ښځو پر حقونو یو بل ګوزار دی.
دغه سازمان همدا راز زیاته کړې، چې د طالبانو دا ډول پرېکړه باید ژر تر ژره لغوه شي ځکه چې د طالبانو تر څارنې لاندې د ښځو پر حقونو سیستماتیک برید شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، واک ته د طالبانو له راتګ سره سم، ښځې له خپلو لومړنیو حقونو لکه د تک راتګ، د زده کړو او په سیاليو کې له ګډونه بې برخې شوې دي.
دغه سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه دا هم لیکلي چې طالبانو هغه بنسټونه له منځه وړي، چې په تېر حکومت کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتريخوالي د قضيو د څېړلو لپاره جوړ شوي و.
د بښنې نړیوال سازمان په ځانګړې توګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو سیستماتیک کړاوونه له پامه ونه غورځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت امربالمعروف وزارت د ښځو د ورزشي کلپونو له بندولو وروسته په یوه نوي اقدام کې تفریحي پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه.


