سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزموږ مبارزه باید هره ورځنۍ وي، تر هغو چې د ظلم ریښې...

زموږ مبارزه باید هره ورځنۍ وي، تر هغو چې د ظلم ریښې وچېږي

ويب ډیسک

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د اعتراض‌کوونکو ښځو نیول، پر ښځو د نویو بندیزونو لګول او د ملکي خلکو نیول او ربړولو ته په اشارې ویلي دي، هره ورځ پر افغانان د طالبانو د ظلمونو نوي دردوونکي خبرونه راځي.

اغلې اکبر زیاته کړې، چې د دې ظلم د له منځه‌وړلو لپاره باید هره ورځ د پوهاوي او پوهې د خپرولو لپاره مبارزه وکړو.

د راپورونو له مخې، طالبانو تېره اونۍ کابل کې د ښځو د حقونو فعالانې فرحت پوپلزۍ، ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران نیولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه