یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine

د خلکو کیسه

لیک: رحمت اندړ


زه بيا هغه پلار نه ملامتوم چې خپل اولاد خرڅوي.
اولاد د زړه ټوټه ده، شايد ډېر سخت مجبوريت دې ته اړ کړی وي چې اولاد وپلوري، هيچا به ور سره هيڅ ډول مرسته نه وي کړي، کنه نو هيڅوک نه غواړې چې خپل اولاد دې په بده ورځ وويني، پلورل خو ډېره لري خبره ده.

ملامت هغه دی چې پردی اولاد په پيسو اخلي.
داسې خلک وجدان، عاطفه او هيڅ ډول ترحم نه لري، انسانيت ور څخه کډه کړي، پر دين او ديني اخلاقو اصلا باور نه لري، بلکې د انسان په جامه کې هغه وحشي ځناور دی چې هيڅ انساني ارزښت نه پېژني.

په انساني ټولنه کې دا څنګه ممکنه ده چې يو سړی دې دومره اړ شي چې له امله يې د خپل زړه ټوټه پلوري، خو اخيستونکی دې د هغه اړتيا هيڅ درک نه کړي او له داسې سخت اړمن سره دې د مرستې کولو هيڅ احساس ونه کړي.

دغسې ټولنه انساني نه ده، اسلامي خو بیخی نه ده، ځکه اسلام انساني اخلاق بشپړوي او مسلمان انسان د اخلاقو نمونه وي.

له موږ نه حکومت جوړول او نظام جوړول پاته دي.
موږ بايد تر هرڅه له مخه انساني او اسلامي ټولنه جوړه کړو، د افرادو جوړښت او کورنۍ تربيې ته کار ووايو، ځکه حکومت او نظام د همدغې ټولني له وګړيو جوړېږي چې د خپل ورور اولاد په پيسو اخيستلی شي او مرسته نه شي ورسره کولای.

هغه ټولنې چې دين نه لري، وګړو يې يوازې د انساني اخلاقو پر مټ پرمختګ او تمدن خپل کړی.

موږ چې پر انسانيت سربېره يوازې ځان مسلمانان نه بولو، بلکې د ټولي اسلامي نړۍ تر مسلمانانو خپل اسلام غوره ګڼو، په دغسې ذلت اخته يو چې يو لور پلورو او بل يې په پيسو ور څخه اخلو.

لويه ربه!
لومړی مو انسانان او بيا مسلمانان کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه