دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايف بي ای (FBI) د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بريد په...

ايف بي ای (FBI) د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بريد په اړه د پلټنې لومړی سند خپور کړی

ویب ډیسک

ايف بي ای (FBI) د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بريد په اړه د پلټنې لومړی سند خپور کړی
په ځايي وخت د سپتمبر په ۱۱مه نېټه، د امريکا دولتي استخباراتي ادارې(FBI) د سپتمبر د ۱۱مې نېټې بريد په اړه د پلټنې لومړی سند خپور کړی.

FBI په دې ۱۶ پاڼې لرونکي سند کې ويلي چې په يادې پېښې کې ۱۹ ترهګرو برخه لرله، چې ۱۵ تنه يې د سعودي عربستان اتباع وو او په امريکا کې يې همکاران درلودل.

يادې ادارې ويلي، چې داسې شواهد نشته چې وښيي، د سعودي عربستان حکومت ورسره اړيکې درلودې او که نه؟

په امريکا کې د سعودي عربستان سفارت تېره اوونۍ وويل، چې سعودي عربستان د دې هرکلی کوي، چې امريکا د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بريد په اړه اسناد خپاره کړي. ياد سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په بريد کې د سعودي عربستان پر ښکېلتيا شک بې ځايه دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه