ویب ډیسک
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اوبو پر سر له هند سره د اوربند ماتېدو خبرداری ورکړی دی.
ډار په تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې د پاکستان او هند ترمنځ د اندوس اوبو تړون باید د خبرو لارې حل شي او که دا کار نه کېږي، ټینګ شوی اوربند ماتېدلای شي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره شپه ولس ته په وینا کې پاکستان مخاطب کړی، چې “ترهګري او خبرې یو ځای نه شي کېدای؛ اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدای.”
هند د پهلګام له پېښې وروسته له پاکستان سره د اندوس اوبو تړون چې پخوا د جګړو پر مهال هم پر خپل ځای و، وځنډاوه.
که څه هم پاکستان د تړون د بیا فعالېدو هیله لري، خو د هند حکومت تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
د اندوس اوبو تړون د ۱۹۶۰ کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو وېش تنظیموي، چې د پاکستان ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه خړوب کوي.
# #India #Pakistan


