یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکینیا به ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

کینیا به ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

ویب ډیسک

کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان پارلمان پخوانی استازی ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري.

 

د بي بي سي د راپور پر بنسټ، د ښاغلي قدیر مدافع وکیل د کینیا محکمې ته اپیل کړی، څو تر راتلونکو ۱۴ ورځو د هغه د استرداد امر وځنډوي.

 

د پارلمان دغه پخوانی استازی څه موده وړاندې په کینیا کې نیول شوی او بیا دغلته یوې محکمې ته هم حاضر شوی و.

 

د ظاهر قدیر مدافع وکیل له دې وړاندې پر هغه لګېدلي تورونه سیاسي بللي دي.

 

څو ورځې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو سره کتنه کې ډاډ ورکړی و، چې دوحه کې به د طالبانو سفارت د ښاغلي قدیر موضوع تعقیب کړي.

 

د پارلمان پر پخواني غړي ظاهر قدیر د امریکا له لوري د نشه يي موادو د قاچاق او او ناقانونه وسلو د ساتلو تورونه لګول شوي دي.

# #Afghanistan #ZahirQadir

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه