ویب ډیسک
کاناډا وايي دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې شاوخوا شل کاله ماموریت درلود چې په دې لړ کې سلګونه افغانانو مرسته ورسره کړې ده.
دده په خبره کاناډا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او له دغه هېواد سره به په بېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.
ټروډو همدا راز ټینګار کړی چې کاناډا د افغانستان د یوه نږدې متحد په توګه ددغه هېواد د خلکو لاسنیوی کوي او په سخت وخت کې یې یوازې نه پرېږدي. کاناډا یو له هغو هېوادونو دی چې په تېر حکومت کې یې له افغانستان سره پراخې بشري مرستې لرلې، خو د طالبانو د حکومت په اړه یې رسمي دريځ نه دی روښانه کړی.


